طالبان: د نجونو د ثانوي زدکړو موضوع کې "باید د خلکو کلتور پام کې ونیول شي"

د طالبانو حکومت د پوهنې سرپرست وزیر وايي، له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو پرانیستلو موضوع کې باید "د خلکو کلتور ته پام وشي."

مولوي نورالله منیر د یکشنبې پر ورځ روزګان ولایت ته د سفر پر مهال د یو خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل، له شپږم ټولګي پورته یې د نجونو ښوونځي د کلتوري مسایلو له امله تړلي دي.

خو د طالبانو دا دریځ په کور دننه او د نړیوالې ټولنې لخوا په پراخه کچه ننګول شوی او له دې ډلې بیا بیا غوښتنه شوې چې ټولو نجونو ته دې د زدکړو اجازه ورکړي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي یو ځل بیا له د طالبانو له حکومته غوښتنه کړې چې د نجونو تړلي ښوونځي پرانیزي.

ښاغلي کرزي په یوه ټویټ کې په پکتیا کې د ښوونځیو پرانیستو لپاره د نجونو غږ "د ټولو نجونو" غږ بللی دی.

کابو دوه اوونۍ وړاندې د پکتیا ولایت ځینو سیمو کې د قامي مشرانو او ولایتي چارواکو تر شپږم ټولګي پورته د نجونو یو شمېر ښوونځي بېرته پرانیستل.

خو دوه ورځې وړاندې طالبانو یاد ښوونځي بېرته وتړل، چې په غبرګون کې یې لسګونو نجونو په ګردېز ښار کې احتجاجي لاریون هم وکړ.

د بشري حقونو څار سامان او نړیوالې ټولنې هم د طالبانو دا پرېکړه وغندله.

خو د طالبانو د پوهنې وزارت سرپرست مولوي نورالله منیر روزګان کې خبریالانو ته وویل "...که تاسې په جومات له سپین ږېرو پوښتنه وکړئ چې څو فیصده خلک تیار دي چې خپله ۱۶-۱۷ کلنه لور مکتب ته ولېږي، نو له ما به دې پوښتنې ته ضرورت نه وي..."

ښاغلي منیر زیاته کړه، په تېرو حکومتونو کې د نجونو د زدکړو برخه کې د خلکو کلتور ته پام نه دی شوی، چې له کبله یې "د حکومتونو پر ضد پاڅونونه شوي دي."

د ښځو حقونو په چاره کې د بشري حقونو د څار بنسټ مرستیالې هیدر بار دا دریځ غندلی.

ټاکل شوې ده چې راتلونکې اوونۍ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا غونډه جوړه شي، او اغلې بار له دې شورا غوښتي چې د نجونو د زدکړې برخه کې جدي ګامونه واخلي او طالبان مسؤلانه چلن ته اړ کړي.

د یادونې ده چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زدکړو په اړه د طالب چارواکو دریځونه یو شان نه دي، او د ښوونځیو د بندیز لپاره یې بېلابېل دلایل یاد کړي.

ځینې طالب چارواکو وایي، دا موضوع شرعي اړخ لري او باید د دیني عالمانو په رضایت دا ستونزه حل شي.

ځینې نور چارواکي بیا اقتصادي ستونزو ته هم اشاره کوي، خو د امریکا حکومت ژمنه کړې چې که د نجونو تړل شوي ښوونځي پرانیستل کېږي نو دوی یې مالي ملاتړ ته چمتو دي.

اوس تازه د طالبانو د پوهني وزارت سرپرست دا یوه کلتوري موضوع بللې او وایي، باید داسې ګام پورته نشي چې د خلکو کتلور سره ټکر کې وي.

خو ګڼ شمېر افغانان او د بشري حقونو فعالان د طالبانو دا دریځ ردوي او ټینګار کوي چې د نجونو زدکړې له شریعت او یا هم د افغانستان له کلتور سره هېڅ په ټکر کې نه دي.