تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان کې د نجونو ښوونځي درې سوه ورځې کېږي تړل شوي
د نجونو پوهنې او بشري حقونو فعالان وايي له هغه راهيسې ٣٠٠ ورځې تېرېږي چې افغانستان کې طالبانو د نجونو ښوونځي تړلي دي.
د بشري حقونو د څار ټولنه وايي ښوونځيو ته د نجونو نه پرېښودل يې نه يوازې دوى ته، د دوى کورنيو او هم د افغانستان راتلونکي ته خورا بدې پايلې لري.
دا تېر مارچ طالبانو ويل د نجونو ښوونځي پرانيزي خو د پرانيستو پر ورځ ترې په شا شول، او ويل یې تر بل امره دې نجونې کورونو کې وي