پوتین د روسي پوځیانو په شمېر کې د ۱۰ سلنه زیاتوالي امر کړی

د عکس سرچینه، Reuters
د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين يو فرمان لاسليک کړئ چې له مخې به يې په راتلونکو مياشتو کې د دغه هېواد په وسله والو ځواکونو کې ۱۳۷ زره نور سرتېري شامل شي.
اوس مهال روسيه يو ميليون نظامي پرسونل او نژدې ۹۰۰ زره ملکي کارکوونکي لري.
د ولادمير پوتين له خوا فرمان په داسې حال کې لاسليک شوی چې په ټول هېواد کې د لويې نغدي هڅونې سره په پوځ کې ګومارل روان دي.
لوېديځ چارواکي وايي، شپږ مياشتې وړاندې پر اوکرايين د روسيې له بريد راهيسې تر دې مهاله له ۷۰ تر ۸۰ زره روسیي پوځيان وژل شوي او ټپيان شوی دي.
داسې راپورونه ورکړل شوي چې ګومارونکي زندانونو ته هم تللي، د بنديانو د ازادۍ او د پيسو ژمنې کوي.
د بريتانيا د فاع وزرات دوه اوونۍ وړاندې په يوه بيان کې ويلي وو، د روسيې په ځينو سیمو کې رضاکاره کنډکونه د جوړېدو په حال کې دي چې امکان لري د اردو نوې برخه جوړه کړي.
خو ويل شوي، په روسانو کې د رضاکارانه جګړې لپاره د خلکو لېوالتيا خورا کمه ده. دا په دې معنی ده چې د اړتيا وړ سرتېرو موندل به ستونزمن وي.
پر زپروژيااتومي بټۍ د لنډې مودې لپاره برېښنا پرې شوې وه
د اوکرايين دولتي اتومي اداره وايي، د زپورژيا اتومي بټۍ کې د ريکټورونو وروستۍ جوړه د اوکرايين برېښنا شبکې سره د لنډې مودې لپاره پرې شوې وه.
د اوکرايين د اتومي انرژۍ د توليد ملي شرکت ويلي، د حرارتي برېښنا په برخه کې چې د دغو دو ريکټورونو سره نژدې دي اور د برېښنا د پرې کېدو لامل شوی و.
دا په داسې حال کې ده چې د اتومي بټۍ ودانۍ ته نژدې د جګړې په اړه اندېښنې مخ په زياتېدو دي.
دا بټۍ په اروپا کې تر ټولو لويه اتومي بټۍ ده.
د زاپورژيا اټومي بټۍ چې پر اوکرایین د روسیې له برید وروسته د دغه هېواد د ځواکونو له خوا نیول شوې، د یوې اتومې پېښې د اندېښنې له امله په دقت سره څارل کېږي.
اوکرايین مخکې ادعا کړې وه چې ښايي مسکو هڅه کوي دغه فابريکه له خپلې برېښنايي شبکې سره وصل کړي.
د اټومي انرژۍ نړيواله اداره هڅه کوي چې د پلټونکو يوه ډله دې سيمې ته واستوي او د دې ادارې عمومي رئيس رافايل ګروسي هيله څرګنده کړه چې دا ډول اقدام به ژر تر ژره عملي شي.










