تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د طالبانو واکمنۍ یو کال او د دوی ماتې ژمنې
- Author, شروتي مېنون
- دنده, بي بي سي
طالبانو یو کال وړاندې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پروسې له بشپړېدو سره کابل ونیو او د واک واګي یې لاس کې واخیستل.
د دوی ویاند ذبیح الله مجاهد هغه مهال د طالبانو نوي سرپرست حکومت له اړخه ځینې ژمنې اعلان کړې.
اوس د یوه کال له تېرېدو وروسته دغو ژمنو ته کتنه کوو چې تر کومه عمل پرې شوی؟
ښځو ته د زدکړو او کار اجازه
"ښځو ته به د زدکړو او کار اجازه وي... ښځې به ډېرې فعالې وې، خو په اسلامي چوکاټ کې"
طالبانو چې په ۱۹۹۰یمه لسیزه کې یې د نجونو ښوونځي په چورلټ ډول تړلي او دوی په کور کېنولې وې، تېر کال واک ته له رسېدو راهیسې یو ځل بیا پر افغان ښځو او نجونو ځینې محدویتونه لګولي دي.
په دې لړ کې ښځو ته ځانګړی حجاب حکم شوی او له نارینه محرم پرته عامه ځاینو ته له تګ منع شوې دي.
کله چې د روان کال مارچ کې نوی ښوونیز کال پیل شو نو دوی له شپږم ټولګي پورته له ښوونځیو د نجونو په راګرځولو سره خپلې هغې مخکینۍ ژمنې ته شا کړه چې نجونې به د زدکړو اجازه ورکوي.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې دې پرېکړې څه نا څه یو اعشاریه یو میلیون نجونې زدکوونکې اغېزمنې کړې، چې پراخ نړیوال غبرګونونه یې راپارولي.
تر شپږم ټولګې کښته نجونو ته ښوونځیو ته د تګ اجازه ورکړ شوې.
ځینې دولتي پوهنتونونه فبرورۍ کې د نجونو او هلکانو پر مخ پرانیستل شول، خو نړیوال بانک وايي واک ته د طالبانو له راګرځېدو راهیسې کاري ځواک کې د ښځو ونډه کمه شوې ده.
تر ۲۰۱۹ کال پورې یوه لسیزه کې کاري ځواک کې د ښځو ونډه له پنځلسو تر ۲۲ سلنې لوړه شوې وه.
خو د طالبانو لخوا د لګېدو محدودیتونو له کبله په ۲۰۲۱ کال افغانستان کې پر کار د بوختو ښځو شمېر ۱۵ سنله راټیټ شوی.
اقتصاد، رغونه او سوکالي
"د خپل اقتصاد پر پښو درولو، رغونې او سوکالۍ... لپاره به کار کوو."
تېره جون میاشت کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا اعلان وکړ چې د تېر کال اګست کې واک ته د طالبانو له راګرځېدو راهیسې د افغانستان اقتصاد له ۳۰ تر ۴۰ سلنې راپرېوتی دی.
د یوه رسمي بنسټ چې افغانستان کې د امریکا په مالي تمویل د بیارغونې هڅې څارې، ارزونه ښيي چې افغانستان ته د ځینو بشردوستانه مرستو له رسېدو سره سره اقتصادي وضعیت خراب دی.
د نړیوالو مرستو د لویې برخې ځنډېدو او د افغانستان د بهرنۍ تبادلې زېرمو ته د طالبانو حکومت د لاسرسي کنګلېدو د دغه هېواد اقتصاد ننګونو سره مخ کړی.
طالبانو هڅه کړې چې دا تشه د مالیې په راټولولو او د ډبرو سکرو له بیې پلور ډکه کړي.
د طالبانو حکومت لخوا جنورۍ کې د دریو میاشتو لپاره اعلان شوې بودیجه کې ولیدل شول چې دوی د ۲۰۲۱ کال د سپتمبر او ډسمبر ترمنځ ۴۰۰ میلیون ډالره عایدات راټول کړي.
خو متخصصان په دې برخه کې د روڼتیا پر نشتوالي نیوکه کوي.
د نړیوال ملاتړ له لاسه ورکولو، امنیتي ننګونو، د اقلیم اړوند مسایلو او د خوراکي توکو نړیوال انفلاسیون په چټکۍ د افغانستان خرابېدونکي اقتصادي وضعیت کې رول لوبولی دی.
د نشه يي توکو کر کیله
"افغانستان کې به نشه يي توکي نه تولیدېږي... د تاریاکو تولید به بیا صفر ته ورسوو."
طالبانو ژمنه کړې چې د کوکنارو د کر مخنیوي لپاره دوه لسیزې وړاندې خپلې تېر واکمنۍ ته ورته جدي تګلارې تعقیب او د دغو توکو تولید صفر کړي.
له تاریاکو هېروئین جوړېږي او افغانستان له کلونو راهیسې د نړۍ په کچه د تاریاکو تر ټولو ستر تولیدونکی ګڼل کېږي.
طالبانو د روان کال اپرېل کې د کوکنارو په کر کیله بندیز اعلان کړ.
دې برخه کې د طالبانو حکومت د پرمختګ کره مالومات نشته، خو د افغانستان کې سویل کې له هلمند ولایته چې کوکنار پکې ډېر کرل کېږي، رپوټونه وايي طالبانو هلته ځینې کرووندګرو د خپلو کوکنارو د کروندو لمنځه وړلو ته اړ کړي دي.
یوه امریکايي چارواکي جولای میاشت کې وویل داسې ښکاري چې طالبان د کروندګرو او د نشه يي توکو د سوداګرو د ملاتړ د بایللو له خطر سره سره د نشه يي توکو بندېدو ته ژمن دي.
خو د افغانستان د نشه يي توکو د اقتصاد یو متخصص ډاکتر ډېوېډ منسفیلډ بیا وايي د طالبانو لخوا د بندیز تر اعلان لا مخکې د تاریاکو اصلي محصول راټول شوی و.
هغه زیاتوي "د افغانستان سویل لوېدیځ کې دویم محصول معمولا کوچنی وي.. نو لمنځه وړل یې... ډېر اغیزمن نشي ګڼل تمامېدی."
د یادونې ده چې که څه هم طالبانو کرسټال د تولید لپاره په کارېدونکې اومان یا ephedra ځنګلي بوټي بندیز لګولی، خو افغانستان کې یې تولید پروسس ډېر شوی دی.
امنیت
"د امنیت ډاډمنولو ته ژمن یو"
که څه هم واک ته د طالبانو را ستنېدو سره جګړه تر ډېره پای ته رسېدلې خو د تېر له اګسته د روان کال د جون تر نیمايي افغانستان کې بیا هم تېره یوه کسان کې ۲۰۰۰ ملکي کسانو ته امنیتي پېښو کې مرګژوبله اوښتې (۷۰۰ وژل شوي او له ۱۴۰۰ ډېر ټپیان دي)
دا شمېر ملګرو ملتونو خپور کړی.
تر دې مخکې کلونو کې چې جګړه اوج کې روانه وه، د ملکي مرګ ژوبلې شمېر تر دې ډېر لوړ و.
د ۲۰۲۱ کال له اګست راهیسې امنیتي پېښو کې د ۵۰ سلنه مرګژوبلې پړه د اسلامي دولت یا داعش ډلې پر غاړه ده چې لا هم افغانستان کې فعالیت لري.
د دې ډلې جنګیالي تر ډېره د افغانستان لروبر شیعه لږه کي په نښه کوي.
پر دې سربېره د طالبانو خلاف د جنګېدونکو ملي مقاومت جبهې او د افغانستان ازادۍ جبهې حضور هم پراخ شوی.
ملګرو ملتونو جون میاشت کې د طالبانو خلاف جګړې لپاره د بېلابېلو ملېشه ډلو د حضور اعلان ته په اشارې وویل چې افغانستان کې ټولیز امنیت چاپېریال په ډېرېدونکي ډول له وړاندوینې وځي."
د ملګرو ملتونو په وینا افغانستان کې له بشري حقونو سرغړونې هم پام وړ ډېرې شوې.
په دوی کې د طالبانو لخوا له محاکمې پرته وژنې، نیونې او ربړونې هم شاملې دي.
دغه سازمان وايي د ۲۰۲۱ کال له اګست - د ۲۰۲۲ کال تر جون پورې یې له محاکمې پرته د تېر افغان حکومت د لږترلږه ۱۶۰ کارکوونکو او د امنیتي ځواکونو د مخکنیو غړو وژنې ثبت کړې دي.