په زرګونو افغانان د ابو ظبي په موقت کمپ کې بې برخلیکه پاتې دي

رپوټونه وايي، امریکا د متحده عربي اماراتو ابو ظبۍ کې د هغو زرګونو افغانانو لپاره ځانګړی شوی کمپ تړي، چې تېر کال پر کابل د طالبانو له واکمنېدو وروسته له افغانستانه وایستل شول او لاهم همالته پاتې دي.

افغانان وايي په متحده عربي اماراتو کې امریکايي دیپلوماتانو د دغه کمپ د تړل کېدو او په امریکا کې د مېشتېدو په اړه هېڅ کوم روښانه پیغام نه دی ورکړی.

ځینو دغو افغانانو ته ویل شوي چې د روان کال د اګست میاشتې تر پایه یا د سپتمبر لومړیو کې به امریکا ته ولېږدول شي.

رپوټونه وايي، د ابو ظبۍ په دې موقت کمپ کې لږ تر لږه ۷۰۰۰ افغانان اوسېږي، خو ډېری یې نه پوهېږي چې کله له له دې کمپه وځي.

دوی څو میاشتې دې ته په تمه وو چې د وروستي منزل په لور به - چې تر ډېره به امریکا وي - کله خوځېږي،‌ په پام کې وه چې دا کمپ د تېرې جولای په وروستیو کې وتړل شي، خو دا موده وغځول شوه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم لا تر اوسه ددغه کمپ د تړل کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

د کډوالو په چارو کې فعالو نړیوالو ادارو چې ابوظبۍ کې یې له دغو افغانانو سره د کډوالۍ په ځانګړو وېزو اخیستو کې مرسته کړې، ویلي چې غواړي دوی هم خپل پروګرام د اګست تر پایه ودروي.

تېر کال د اګست پر ۱۵مه پر کابل د طالبانو له واکمنېدا وروسته شااوخوا ۱۲۰۰۰ افغانان اماراتو ته یووړل شول، چې شاوخوا ۵۰۰۰ یې امریکا ته ولېږدول شول.

هغه مهال د شري ناروغۍ د خپرېدو له وېرې پنځه میاشتې امریکا ته د افغانانو د لېږدولو چاره ودرول شوه،‌ کله چې پیل شوه له هغه مهاله تر اوسه امریکا ته ددغو کډوالو د لېږدولو یوازې د ګوتو ‍په شمار الوتنې شوې دي.

وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو، په امریکا کې د شرطونو پوره کوونکو افغانانو د مېشتولو او اسانتیا برابرولو ته ژمن دي.‌

دا هم څرګنده نه ده چې له دغو پاتې افغانانو به کومو ته د لېږدولو لومړیتوب ورکول کېږي.

امریکا وايي، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته امریکا ته د تلونکو شاوخوا ۴۶۰۰۰ کسانو غوښتنلیکونه ور رسېدلي، چې د تېر ې جون میاشتې تر لومړیو یې یوازې د ۲۹۷ کسانو غوښتنلیکونه منل شوي او د ۴۲۴۶ نورو رد شوي دي.

ډېری هغه افغانان چې د تېر کال اګسټ میاشت کې د امریکا پوځي الوتکو کې متحده عربي اماراتو ته تخلیه شوي وو، امریکا ته رسېدلي، خو هغه چې امریکایانو ابو ظبۍ ته په شخصي الوتکو کې وړي، لاهم له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د یوه امریکايي بنسټ بلک فیدر مشر جوزېف رابرټ - چې ادارې یې ابو ظبۍ ته د زرګونو افغانانو د لېږدولو اسانچاري کې مرسته کړې- ویلي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له دغو افغانانو سره بېلابېل چلند کوي.

رابرټ وايي، د کابل له هوايي ډګره یې د ګڼو افغانانو د چارټر الوتکو اسانتیا برابرولو کې مرسته کړې ده.

داسې وېره هم وه چې امریکا به له ابو ظبۍ نه امریکا ته د پاتې افغانانو د لېږدولو پروګرام وتړي او پر ځای به یې دریم هېواد ته بوتلل شي چې د ډېرو پر خولو د اسټرالیا، برازیل او کاناډا نومونه یادېدل.

د متحده عربي اماراتو حکومت ژمنه کړې وه چې دغو کمپونو کې به هېڅ کوم افغان بېرته افغانستان ته په ستنولو مجبور نه کړي، ځکه چې راغلي خلک لا هم له ستنېدو وروسته له ربړونې وېرېږي.