د اسلامي همکارۍ سازمان: کابل کې د وروستۍ بمي چاودنې عاملینو سره دې حساب وشي

د اسلامي همکارۍ سازمان وايي، کابل کې د دغه سازمان دایمي استازولۍ کابل ښار کې د جمعې ورځې (اګسټ پنځمه) چاودنه په کلکو ټکو غندلې ده.

دغه سازمان په یوه خبرپاڼه کې ویلي:

"د اسلامي همکاریو سازمان (او ای سي) د ۲۰۲۲ د اګسټ پر پنځمه د کابل شپږمې حوزې اړوند سر کارېز سیمه کې بمي چاودنه په کلکو ټکو غندي".

دغه سازمان ویلي، دا ډول تکراري بریدونه په افغانستان کې د پرله پسې بې ثباتۍ او ناوړه امنیتي وضعیت ښکارندويي کوي او د ولسي وګړو پر وړاندې د داسې بریدونو د مخنیوي لپاره باید چارواکي په پرېکنده ډول لاس په کار شي او له عاملینو سره یې حساب وشي.

یاد سازمان وروستۍ چاودنه کې د وژل شویو له کورنیو سره خپله غمشریکي ښودلې ده.

د اسلامي همکارۍ سازمان وايي، دا چاودنه کابل کې د وروستیو زورورو بریدونو په تعقیب شوې ده.

د اسلامي همکاریو سازمان له ملګرو ملتونو وروسته په نړیواله کچه د همکارۍ دویم لوی بنسټ دی چې د څلورو لویو وچو ۷۵ هېوادونه یې غړیتوب لري.

دا سازمان په غړو هېوادونو کې د سولې او پخلاینې چارې مخته وړي او د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو او ولسونو ترمنځ د اړیکو د همغږۍ لپاره کار کوي.

یاد سازمان په ۱۹۷۰ کال خپله لومړنۍ غونډه د سعودي عربستان جده ښار کې جوړه کړه. دغه سازمان په ۱۹۶۹ کال جوړ شو او د سعودي جده ښار کې د خپل سرمنشي دفتر هم پرانیست.