طالبانو د نوروز او عاشورا پر ورځو رسمي رخصتۍ لغوه کړې

طالبان

د عکس سرچینه، Reuters

په افغانستان کې د طالبانو حکومت تائيد کړې چې د عاشورا او نوروز پر ورځو رخصتي يې له رسمي کاليزې/ تقویم ایستلې دي.

د طالبانو د کار او ټونیزو چارو وزارت دا اعلان داسې مهال کړی چې افغانستان کې د عاشورا په ورځو کې د شيعه ګانو د ماتم امنيت ساتلو لپاره چمتووالی نیول کېږي.

د یاد وزارت وياند محمد يونس د بي بي سي خبريال علي حسيني ته ويلي، د حکومت په نوې رسمي کاليزه کې به له دې وروسته د غويي اتمې (کابل ته د مجاهدينو د ننوتلو ورځ)، مولود شريف (د اسلام پيغمبر (ص) د زيږېدو ورځ)، نوروز او د عاشورا پر ورځ (د محرم لسمه) عمومي رخصتي نه وي.

نوموړي زياته کړه، د غويي اتمې، یعنی په ۱۳۷۱ کال کې کابل ته د مجاهدينو د ننوتلو پر ورځ هم عمومي رخصتي لغوه شوې ده، خو د سلواغې ۲۶ مه چې له افغانستانه د روسانو د وتلو رسمي ورځ ده، لا به په رسمي کاليزه کې پاتي وي او پر دې ورځ به رخصتي وي.

نوموړي وويل، د افغانستان په رسمي کاليزه کې د رخصتيو زیات و، او له همدې کبله د طالبانو مشرتابه پرېکړه کړې چې ځینې عمومي رخصتۍ لغوه شي.

کابل

د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت وياند بي بي سي ته په يوه پيغام کې ويلي چې د امر بالمعروف وزير خالد حنفي په باميانو ولايت کې ویلي، شيعه او سنيان دواړه کولی شي د محرم د ماتم په مراسمو کې ګډون وکړي او د دې وزارت له خوا کومه ستونزه نشته.

د افغانستان د شیعه دیني عالمانو شورا ویلي، چې د طالبانو په غوښتنه او امنیتي اندېښنو ته په پام سره به سږکال په دغه هېواد کې د مُحرم د لسمې مراسم په جوماتونو او تکیه خانو کې دننه وشي او پر واټونو به په دې تړاو د خلکو د راټولېدو مخه ونیول شي.

د دې شورا د امنیت او همغږۍ کمېسیون یوه غړي، شجاع محسني، بي بي سي ته وویل، چې استازي یې د دغو مراسمو د خوندیتابه لپاره د طالبانو د حکومت له امنیتي چارواکو سره په اړیکه کې دي.

ښاغلي محسني همداراز وویل، چې سږکال به هم خلک د دغو مراسمو د امنیت په خوندي کولو کې همکاري کوي، خو په وینا یې، له ولسي خلکو سره به وسلې نه وي او د مراسمو په سیمو کې به امنیتي چارې د طالبانو د امنیتي کسانو په لاس کې وي.

په دودیز ډول سلګونه کسان چې د ماتم څرګندولو لپاره یې تورې جامې اغوستې د کابل ښار په سړکونو او کوڅو کې لاریونونه کول او د امنیتي ځواکونو ترڅنګ به خلکو پخپله هم هڅه کوله د ویرکوونکو امنیت تامین کړي.