د افغانستان ۲۴ ولایتونو کې د سېلابونو راوتلو خبرداری ورکړل شوی

سېلاب

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA

د افغانستان ختیځ ننګرهار ولایت مرکز او ځینو ولسوالیو کې د تېز باران له کبله سېلابونه راوتلي چې زرګونه جرېبه کرنیزه ځمکه یې تخریب او فصلونه یې له منځه وړي.

سېلابونو روداتو، لعلپورې او سره رود کې سلګونه جرېبه کرنیزه ځمکه او کورونه زیانمن کړي او د جلال اباد-کابل لویه لار د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده. په دې سېلابونو کې تر اوسه د یوه کس د وژل کېدو او د دریو د ورکېدو رپوټ ورکړل شوی.

د ننگرهار ولایت اطلاعاتو سرپرست امر قریشي بدلون وايي، بټي کوټ ولسوالۍ کې یوتن د سېلاب له کبله وژل شوی او درې تنه د چهاردي په کلي کې اوبو وړي او تري تم دي او د سلو په شاوخوا کې کورونه تخریب شوي دي.

همداشان د کوټ د ولسوالۍ عمومي سړک هم سېلابونو تخریب کړی، د سپین غر، ښېوې، حصارک، روداتو او ځینو نورو ولسوالیو کې هم د لسگونو کورونو تحریب سربېره سلگونو جریبه ځمکې تخریب شوي او لسگونه څاروي هم سیلابونو وړي.

Presentational grey line

لس تر ۴۰ ملي متره ورښت

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت په یوه خبرپاڼه کې ۲۴ ولایتونو (نورستان، بدخشان، کونړ، لغمان، ننګرهار،‌ پکتیا، پکتیکا، لوګر، خوست، غزني، کاپیسا، پنجشېر، کابل، پروان، وردګو، دایکندي، روزګان، غور، کندهار، هلمند، نیمروز، فراه، هرات او زابل ولایتونو) کې د سېلابونو راوتلو خبرداری ورکړی.

دوی وايي د ورښت کچه په بېلابېلو نقطو کې لس نه تر ۴۰ ملي متر پورې اټکلېږي.

Presentational grey line
د ویډیو تشریح، افغانستان کې تازه سېلابونو مالي زیانونه اړولي

پر خواله رسنیو وېډیوګانو کې چې خلکو ثبت کړې او خپرې کړې، ښکاري چې د سېلابونو څپې تېرې دي او ځینو کې ویجاړ شوي کورونه ښکاري.

د ننګرهار د ترانسپورت رئيس قاري حنظله ملنګ وايي، د سختو ورښتونو له امله د جلال اباد- کابل لویه لاره په بېلابېلو سيمو کې د ترافيکو پرمخ تړل شوې ده.

نوموړی زیاتوي، د لارې د بېرته پرانیستلو هڅې یې پیل کړې دي او له مسافرو یې غوښتي تر هغه دې سفر نه کوي چې لار بېرته پرانیستل شوې نه وي.

سېلابونه ننګرهار پوهنتون ته څېرمه راوتلي. هلته په سیمه کې کابل ته له جلال اباد او تورخم نه لویه لار تېره شوې ده.

سېلاب

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA

د طالبانو حکومت مرستیال لومړي وزیر ملا عبدالغني برادر د بېړنیو مرستو ادارو ته سپارښتنه کړې چې د سېلابونو له کبله له زیانمنو شویو کورنیو سره مرستې وکړي.

بل خوا، د کابل څنګلوري وردګو ولایت جلګه ولسوالۍ کې هم سخت سېلابونه راوتلي.

ددغې سیمې یوه اوسېدونکي احمد شاه راشد ویلي، سېلابونو خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي او لارې یې بندې کړې دي.

نوموړی هیله ښيي چې پېښو ته د رسېدو وزارت ژر لاس په کار شي.