افغانستان کې سېلابونو ځاني او مالي زيان اړولی دی

د ویډیو تشریح، افغانستان کې سېلابونو ځاني او مالي زيان اړولی دی

له افغانستانه راپورونه وايي چې د شړک ناتار اورښتونو له امله سېلابونه بهېدلي، او ځينو ولايتونو کې يې ځاني او مالی تاوانونه اړولي دي.

غزني او نورستان کې سېلابونو لږترلږه څوارلس کسان وژلي، ځينو ځايونو کې يې لارې او پلونه ويجاړ کړي او پراخې کرنيزې مځکې یې لاندې کړې دي.

دا تېره اوونۍ هم بېلابېلو سيمو کې اورښتونو او سېلابونو تاونونه اړولی وو، او راتلونکو څو ورڅو کې د نورو اورښتونو اټکل هم شوی دی. سيد عبد الله نظامي یې په اړه راپور لري.