د طالبانو مشر: پر چارواکو له واقعيته لېرې نقد کول شرعي جواز نه لري

د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخونزاده وايي، پر چارواکو یې بې "ځايه تورونه لګول او له واقعيت لېرې نقد کول شرعا جواز نه لري."

نوموړي پر طالب چارواکو د ده په ټکو "د بېځايه تورونو او د هغوی د بې قدره کولو د مخنيوي په موخه" ځینې لار ښوونې خپرې کړې دي او پکې ویل شوي: " شايعات خپرول په اسلام کې ځای نه لري او د مسلمانانو تر منځ هم د کرکې او نفرت سبب کېږي، اعتبار او باور له منځه وړي او همتونه کمزوري کوي."

د طالبانو مشر ته منسوبه اعلامیه کې له خبریالانو او خپلو طالبانو غوښتل شوي چې لارښوونې یې پلې کړي او دا یې د هغوی "شرعي مسوولیت" بللی.

د طالبانو د مشر له خوا په دغو لارښونو کې همدا ډول راغلي، "که څوک عسکر ته لاس واچوي، يا يې جامې وڅيري او يا هم ښکنځلې ورته وکړي سزا به ورکول کېږي."

د دغو لارښونو له مخې د طالبانو د قضايي محکمې سپکاوي کوونکي ته قاضي سزا ورکولی شي. خو دا نه دي ویل شوي چې که څوک د طالبانو د مشر له دغو لارښوونو سرغړونه وکړي، سزا به یې څه وي.

تر دې وړاندې هم د طالبانو مشر خپلو حکومتي چارواکو او خپلو ځواکونو ته ځینې نورې لار ښوونې کړې وې او له خلکو سره یې د نېک چلند غوښتنه ترې کړې وه.

د طالبانو د مشر دغه لارښونې داسې مهال کېږي چې په وروستیو مياشتو کې له رسنيو او مدني فعالانو سره د طالبانو د چلند په اړه نيوکې ډېرې شوې دي.

څو مياشتې وړاندې يو سياسي شنونکی او د کابل پوهنتون استاد فيض جلال له دې امله طالبانو نیولی و چې په یوه تلویزیوني خپرونه کې یې پر یوه طالب چارواکي توندې نېوکې کړې وې.

هغه مهال د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي وو، نوموړی د هغو خبرو د وضاحت لپاره نيول شوی چې په ټولنيزو رسنيو کې يې خلک د نظام پر ضد هڅول او "د انسانانو له عزت سره يې لوبې کولې."

طالبانو تېرو ۱۱ میاشتو کې پر لپسې داسې پرېکړې کړي چې په افغانستان کې یې د وینا ازادي په کمساري ډول محدوده کړې ده. اوس یوه اندېښنه دا ده چې د طالبانو د مشر له نویو لارښوونو سره به په رسنیو کې پر طالب چارواکو خلک او شنونکي له وېرې نېوکې نه شي کولای. پخوا هم داسې رپوټونه خپاره شوي چې طالبانو ځینې هغه کسان ګواښلي او آن نیولي دي چې په ښکاره یې پر طالب چارواکو او د هغوی پر تګلارو نېوکې کولې.