تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ښځو پر ځای یې د کور نارینه و ته دندې؛ د طالبانو مالیې وزارت د ګارډین ورځپاڼې رپوټ رد کړ
بریتانوۍ ورځپاڼې ګارډين ویلي، طالبانو د مالیې وزارت ښځينه کارکوونکو ته امر کړی چې د کور کوم نارینه غړی دندې ته ورولېږي او پخپله په کور کېني، خو طالبانو بي بي سي سره خبرو کې دا رپوټ رد کړی.
دې ورځپاڼې ویلي چې په یاد وزارت کې له ځينو ښځينه کارکوونکو سره غږېدلې او د وزارت د بشري سرچینو ریاست له لوري یې هم دغه پیغام تر لاسه کړی دی.
دغو مېرمنو ویلي، سپارښتنه ورته شوې چې په دفترونو کې د کار فشار زیات دی، ښځې یې له هودې نشي وتلی نو ځکه باید د کورنۍ نارینه غړی ورولېږي.
یوه ۳۷ کلنه مېرمن، چې په رپوټ کې د مریم په مستعار نوم یاده شوې، د همدغو ښځو له ډلې ده چې له ګارډين ورځپاڼې سره خبرو کولو ته رضا شوې ده.
دې ویلي چې د یاد وزارت شاوخوا ۶۰ ښځينه مامورانو ته دغه پیغام ورکړل شوی دی.
مریم پر لوړو زدکړو سمبال او له شاوخوا ۱۵ کلونو راهیسې په دغه وزارت کې کار کوي. وايي، کورنۍ کې کوم نارینه هم نه لري او وېره لري چې دنده به له لاسه ورکړي.
نوموړې له هغو کم شمېر مېرمنو ده چې واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې یې دندې درلودې او خپلو کارونو ته تللې.
طالبان د ګارډين ورځپاڼې رپوټ ردوي
د طالبانو د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل بي بي سي پښتو ته د ګارډين د دغه رپوټ په ردلو سره ویلي چې، "داسې هېڅ کومه پرېکړه نه ده شوې".
په دغه وزارت کې یوې بلې سرچینې بي بي سي ته ویلي چې واک ته د طالبانو له رسیدو راهیسې ښځينه کارکوونکې په هرو دوو میاشتو کې یو ځل دفترونو ته ورغوښتل کېږي، د تنخوا اخیستلو لپاره حاضري لاسلیکوي او بېرته خپلو کورونو ته ستنېږي.
سرچینې همدا راز ویلي چې د حاضرۍ د امضا کولو په ورځ د وزارت نارینه کارکوونکو ته ویل کېږي چې په هغه ورځ وختي له دفترونو ووځي.
مریم ګارډین ورځپاڼې ته له دې هم سر ټکولی چې د طالبانو له راتګ سره یې تنخوا کمه شوې ده.
اغلې مریم وايي چې طالبانو حکومت یې تنخوا له شپیتو زرو افغانیو دولسو زرو ته راټيټه کړې چې د دې په خبره، ان د خپل زوی د ښوونځي فیس هم نشي پرې پوره کولای.
په افغانستان کې داسې ګڼې ښځې شته چې د کورنۍ سرپرستې یا یوازېنۍ نفقه ګټونکې دي او نارینه نه لري.
ځینې هغه ښځې چې رسمي دندې لري، په وروستیو کې په لوړو زدکړو سمبال شوې او پر یو لړو مهمو پوسټونو کار کوي خو د کورنۍ نارینه یې یا په هغه کچه زدکړې نه لري او یا په هغه مسلک د دوی غوندې بلد نه دي. چې دا له تخنیکي او مسلکي پلوه هم یوه ننګونه ده.
تېر اګست کې چې طالبانو پر افغانستان واکمن شول، لویه برخه هغه مېرمنې یې په کور کېنولې چې په دولتي ادارو کې په کار بوختې وې. خو د ګوتو په شمېر ادارو کې له ډېرو محدودیتونو سره سره ځينې میرمنې لا هم په کارونو لګیا او خپلو دندو ته ځي.