يو شمېر ښځينه کارکوونکې وايي طالبان يې خپلو دندو ته نه پرېږدي

افغانستان کې د حکومتي ادارو یو شمېر ښځینه کارکوونکې وایي طالبان یې نه یوازې خپلو دندو ته نه پرېږدي، چې معاشونه یې هم ورکم کړي دي. له هغه راهيسې چې طالبانو افغانستان کې پر واګو ولکه کړې، ډېرو حکومتي ادارو کې ښځې له کاره منعه شوې دي.

طالبان وایي کومو ښځینه کارکوونکو ته چې اړتیا وي خپلو دندو ته تلی شي او پاتې به کورونو کې ناستې معاشونه اخلي.

د ښځو د حقونو په اړه نړیوالې ټولنې پرله پسې طالبانو ته د سرغړونو ګوته نيولې ده.

شازیه حیا یې په اړه رپوټ لري چې د خوندیتابه لپاره يې د ښځو مخونه پټ شوي، نومونه یې بدل او غږونه یې د بي بي سي پر ځینو همکارانو لوستل شوي دي.