طالبان؛ پر ازبکستان له افغان خاورې د توغنديو توغول د "شریرو کړیو کار دی"

افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، پر ازبکستان له افغان خاورې د توغنديو توغول د "شریرو کړیو کار دی" او وايي، غواړي په دې ډول د "دوو ملګرو هېوادونو ترمنځ بې باوري پيدا کړي."

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ټوېټر په یوه پيغام کې ویلي، حکومت یې هڅه کوي دغه "جنایتکاران" ونیسي او سزا ورکړي خو دا یې نه ده په ډاګه کړې چې دغه کسان څوک دي.

ښاغلی مجاهد دا څرګندونې وروسته له هغه کوي چې د ازبکستان بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې وویل، ډېره شونتیا ده چې له افغانستانه پر ازبکستان پنځه توغندي توغول شوي دي.

د طالبانو ویاند زیاتوي چې ازبکستان ته یو ځل بیا په دې برخه کې ډاډ ورکوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي هم په همدې تړاو خبرپاڼه خپره کړې او وايي دواړه هېوادونه ښې اړیکي لري او په ټکو یې ورانکارې کړۍ غواړي په دغه ډول کارونو "اړیکو کې ستونزې جوړې کړي."

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې دا پېښه د سې شنبې پر ورځ په ځايي وخت د ماسپښين څه باندې څلور بجې شوې ده چې ځاني او مالي مرګ ژوبله نه لري، خو د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د ترمز ښار په ګاونډ "مجنون تال" سیمه کې د استوګنې څلور کورونه "لږ څه زیانمن شوي."

د دوی په وینا، "دغه کورونه د ازبکستان او افغانستان په سرحدي سیمو کې موقعیت لري ځکه زیان هم ور اوښتی دی."

د رسمي سرچینو په خبره، د فوټبال په یوه میدان کې هم یو توغندی موندل شوی او اړوندو کسانو شنډ کړی دی.

د ازبکستان چارواکو د پېښې پر پلټنه ټینګار کړی او ویلي یې دي چې لاملونه یې باید روښانه شي.

تېر اپرېل میاشت کې د اسلامي دولت نومې ډلې (داعش) خواله رسنیو کې ادعا کړې وه چې د ازبکستان د سرخندریار ولایت پر پوځي تاسیساتو یې لس توغندي توغولي دي.

خو د تاشکند چارواکو بیا دغه رپوټونه رد کړل.

شاوخوا دوه میاشتې وړاندې هم د مې پر اوومه د افغانستان رسنیو رپوټونه خپاره کړي وو چې د دغه هېواد له خاورې پر ازبکستان ۷ توغندي توغول شوي.

د تاجکستان چارواکو دا خبر تایید کړی و خو په ورته وخت کې یې ویلي وو چې توغندي په ناڅاپي ډول د دغه هېواد پر خاوره لګېدلي وو.

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده هم د کوچني اختر په مناسبت خپور شوي پیغام کې ویلي، افغان خاوره به هېڅکله د نورو هېوادونو پر ضد و نه کارول شي.

د نوموړي په ټکو"موږ ګاونډیو او د سیمې او نړۍ هېوادونو ته پوره ډاډ ورکوو، افغانستان به هېڅکله چاته اجازه ور نه کړي چې زموږ له خاورې څخه په ګټې اخیستو د نورو هېوادونو امنیت ته ګواښ پېښ کړي."

له دې وړاندې هم طالبانو ټینګار کړی چې خاوره به یې هېڅکله د نورو هېوادونو پر ضد و نه کارول شي.

پر افغانستان د طالبانو له ولکې وروسته په کور دننه او بهر د "اسلامي دولت" نومې ډلې (داعش) په تړاو اندېښنې زیاتې شوي چې نړۍ ته یو لوی ګواښ جوړېدی شي.

ازبکستان یو له هغو هېوادونو بلل کېږي چې د طالبانو حکومت سره پرتله ییز ډول ښه اړیکي لري.