ترکیه ۳۶۳ نور افغان پنا غوښتونکي بېرته افغانستان ته استوي

د ایران-ترکیې پر پوله ځینې افغانانان مړه شوي، چې همالته خښ کړل شوي دي.

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د عکس تشریح، د ایران-ترکیې پر پوله ځینې افغانانان مړه شوي، چې همالته خښ کړل شوي دي.

ترکي رسنۍ وايي، دغه هېواد ۳۶۳ نور هغه افغان پنا غوښتونکي افغانستان ته بېرته استوي، چې د اروپا په تکل یې تر ترکیې ځانونه رسولي وو.

د ترکیې دولتي خبري اژانس "اناتولي" د ترکي چارواکو له خولې ویلي، دغه افغانان په "ناقانونه" توګه ترکیې ته راغلي دي.

په وروستیو میاشتو کې ترکیې د قانوني اسنادو نه لرونکو کسانو پر وړاندې خپله تګلاره سخته کړې ده او د هغوی د څرک مالومول او نیول یې پیل کړي دي.

اناتولي خبري اژانس وايي، هغه افغانان چې قانوني اسناد نه لري د افغانستان له لوېدیځې پولې استانبول ته رسېدلي دي چې ژر به کابل ته بېرته ستانه کړل شي.

له تېرو څو کلونو راهیسې د ایران له لارې ترکیې ته د افغانانو د ناقانونه تلو لړۍ روانه وه.

په ترکیه کې ځینو مېشتو افغانانو بي بي سي ته ویلي، د ترکیې دولت وروسته تر هغه د کډوالو سخت سیاست غوره کړ، چې سیاسي مخالفانو یې نیوکه پرې وکړه.

په تېرو څو ورځو کې له پناغوښتونکو کډوالو سره د ترکي پولیسو د ناسم چلن وېډیوګانې لاس په لاس شوې دي.

په وروستیو کې،‌ سلګونه افغان پناغوښتونکي په ترکیه کې نیول شوي او افغانستان ته ستانه کړل شوي‌ دي.

تېرې څو میاشتې د ایران شمال لوېدیځې سرحدي سیمې د افغان پناغوښتونکو د ورماتېدو شاهدانې وې.

دوی هڅه کوي ځانونه ترکیې ته ورسوي، خو ډېری یې د ایران سرحدي پولیس نیسي.

افغانان

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES

د تېرې جون وروستیو کې ترکیې وویل، ترکي پولیسو ۱۳۱ افغان کډوال کابل ته ستانه کړي. دا کسان له استانبول نه کابل ته په یوه عادي الوتنه کې لېږدول شوي.

د اناتولي د خبر پربنسټ: "د روان کال له پیله تر ۳۷ زرو ډېر هغه کډوال او پنا غوښتونکي افغانستان ته ستنول شوي چې په ترکیه کې یې د اوسېدو قانوني اسناد نه لرل، چې دا د تېر کال پرتله ۸۹ سلنه ډېروالی ښيي".

له هغې راهیسې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوې دي، له دغه هېواده د خلکو په ځانګړي ډول د ځوانانو د وتو کچه په کمسارې ډول لوړه شوې ده.

‌اروپا ته پر مرګونو لارو سفرونه له لویه سره په افغانستان کې د روزګار د نشتوالي له امله کېږي او ځینې یې له وېرې هم له وطن وځي.