تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان کې زلزله؛ طالبانو د نړیوالو مرستو غوښتنه کړې
- Author, نور سعید
- دنده, بي بي سي
بل لور د افغانستان په سویل ختیځو سیمو کې د ریکټر په کچه له شپږ اعشاریه یو درجې زورورې زلزلې وروسته په افغانستان کې د طالبانو حکومت له نړیوالو د مرستې غوښتنه کړې.
د ځايي چارواکو په وینا د دې زلزلې له کبله تر ۱۰۰۰ ډېر کسان مړه شوي او تر ۱۵۰۰ ډېر ټپیان دي. دا په تېرو دوو لسیزو کې په افغانستان کې تر ټولو سخته زلزله بلل کېږي، چې د سر او مال دروند زیان یې اړولی دی.
ملګري ملتونه او خیریه کارکوونکي له زلزله ځپلو سره د بېړنیو مرستو هڅې کوي، چې په سویل ختیځ پکتیکا ولایت کې یې ډېر زیان اړولی.
ویل کېږي، چې په سیمه کې د ګڼ باران له کبله د مرستې چارې هم له خنډ او ځنډ سره مخامخ دي.
رویټرز خبري اژانس د عیني شاهدانو او مرستندویانو له قوله وايي، ښايي د افغانستان زلزلې له کبله د اوښتې مرګژوبلې شمېر نور زیات شي.
په رپوټ کې راغلي چې تر اوسه د پرون شپې زورورې زلزلې له کبله د نړېدلو کورونو تر خاورو د لاندې کسانو کره شمېر معلوم نه دی او د مرستو چارو کې خنډ او ځنډ له کبله ښايي په تدریجي ډول د تلفاتو شمېر ډېر شي.
د وروستیو شمېرو له مخې د سې شنبې شپې زورورې زلزلې له کبله د افغانستان په سویل ختیځو سیمو کې تر ۱۰۰۰ ډېر کسان مړه شوي او سلګونه نور ټپیان دي.
کارپوهان وايي، د زلزلې مرکز له خوست ښاره ۴۴ کیلومتره لېرې و او ټکانونه یې ان په هند او پاکستان کې او دغه راز د افغانستان پلازمېنه کابل کې هم محسوس شوي دي.
د طالبانو بهرنیو چارو وزات ویاند عبدالقهار بلخي د نړیوالو مرستو غوښتنې په هکله وویل: ''متاسفانه پر حکومت بندیزونه لګېدلي او له همدې کبله له خلکو سره دومره مرسته نه شي کولای چې اړتیا ورته لېدل کېږي. مرستندویه ادارې او د سیمې هېوادونه همکاري کوي او د مرستې وړاندیزونه یې کړي دي، چې موږ یې هرکلی کوو. خو زلزله دومره ویجاړونکې ده، چې په لسیزو کې یې ساری نه درلود او له همدې کبله د مرستو کچه هم باید ډېره پراخه شي. ''
د یادونې ده، چې د هغو کسانو کره شمېر معلوم نه دی چې اوس هم د ورانو شویو کورنو تر خاورو لاندې پاتې دي او روغتیايي کارکوونکي او مرستندویان وايي، د خورا ګڼ باران له کبله د مرستې چارې هم له خنډ او ځنډ سره مخامخ دي.
له لېرې پرتو سیمو په چورلکو کې ټپیان روغتونونو ته لېږدول کېږي. ملګرو ملتونو او د ګاونډي هېواد پاکستان خیریه ټولنو هلته د روغتیاپالانو او طبي مرستو په چارو کې برخه اخیستې ده.ملګري ملتونه: زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره لږ تر لږه ۱۵ میلیون ډالرو ته بېړنۍ اړتیا لرو
ملګري ملتونه وايي چې د اوسني اټکل له مخې لږ تر لږه ۱۵ میلیون ډالرو ته بېړنۍ اړتیا لري چې دوی يې له زلزله ځپلو سره په بېلا بېلو برخو کې مرسته وکړای شي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال او د بشري مرستو همغږي کوونکی رمیز الاکبروف وايي، "دغه مرستې یوازې د دې لپاره نه دي په کار چې خلکو ته غیر خوراکي توکي او روغتیايي مرستې ورسوو او سرپناه ورته برابره کړو، بلکې له سېلاوونو، زلزلو او اورښتونو وروسته ځينو پیدا کېدونکو ناروغیو ته هم اندېښمن یوو چې باید مخه یې ونیول شي".
ښاغلي اکبروف دغه خبرې له کابله خبریالانو ته په یوه ویډيويي کنفرانس کې کولې او زیاته یې کړه چې د سختو اورښتونو په ترڅ کې خلکو ته د روغتیايي لارو چارو په اړه پوهاوی ورکول اړین دي، کنه نو ښايي په راتلونکي کې خلک له ناوړه وضعیت سره مخ شي.
ده وویل چې که څه هم سیمې ته یې مرستندویه ډلې رسېدلې دي خو د سختو ورښتونو او توندو بادونو له کبله یې کارونه له خنډ او ځنډ سره مخ دي.