زمبابوې سره د لوبو لړۍ لپاره افغان لوبډلې اعلان شوې

افغان کرکټ لوبغاړي

د عکس سرچینه، cricket board

د افغانستان او زیمبابوې تر منځ دریو یو ورځنیو او دریو شل اوریزو لوبو لړۍ لپاره افغان لوبډلې ټاکل شوې دي. دواړه لوبډلې به د زیمبابوې په کوربه توب د جون میاشتې پیل کې سره لوبېږي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د غوراوي کمېټې لخوا اعلان شویو لوبغاړو کې تجربه لرونکی لوبغاړی ګلبدین نایب په لوبډله کې نشته.

د ده پر ځای یو ورځنیو لوبو ته ورو کیڼ لاسی توپ اچوونکی ضیاالرحمن اکبر لوبډله کې یو ځای شوی. نوموړی د افغانستان په کورنیو لوبو کې ښه ځلېدلی او همدا لامل دی چې ملي لوبډلې کې ځای ورکړل شوی.

یو ورځنیو لوبو کې به د افغان لوبډلې مشر حشمت الله شهیدي وي. شل اوریزو لوبو لپاره بیا لوبډله کې تجربه لرونکی ورو بالر مجیب الرحمن نشته. ځوانو لوبغاړو ضیاالرحمن اکبر او ریاض حسن ته فرصت ورکړل شوی.

لوبډلو کې نور څوک دي؟

یو ورځنیو لوبو لپاره ټاکل شوې افغان لوبډله په لاندې ډول ده:

"حشمت الله شهیدي (لوبډلمشر)، رحمت شاه (مرستیال لوبډلمشر)، عظمت الله عمرزی، فرید ملک، فضل حق فاروقي، ابراهیم ځدراڼ، اکرام علي خېل، محمد نبي، مجیب الرحمن، نجیب الله ځدراڼ، رحمان الله ګربز، راشد خان، ریاض حسن، شاهد الله کمال، یمین احمدزی، ضیاالرحمن اکبر، نور احمد او نجات مسعود"

افغان کرکټ لوبغاړي

د عکس سرچینه، cricket board

شل اوریزو لوبو لپاره ټاکل شوې افغان لوبډله:

"محمد نبي‌ (لوبډلمشر)، نجیب الله ځدران (مرستیال لوبډلمشر)، عظمت الله عمرزی، فرید ملک، فضل حق فاروقي، افسر ځاځی، دروېش رسولي، حضرت الله ځاځی، احسان الله جنت، کریم جنت، نجات مسعود، نور احمد، رحمان الله ګربز، راشد خان، شرف الدین اشرف، عثمان غني، ظاهر خان او سید احمد شېرزاد"

افغان لوبډله دم ګړۍ کابل کې په چمتووالي بوخته ده او ټاکل شوې راتلونکو ورځو کې زیمبابوې ته ولاړه شي.

د زیمبابوې پر وړاندې د شل اوریزو او یو ورځنیو لوبو دا لړۍ مهمې دي ځکه یو ورځنۍ لوبې د کرېکټ نړیوالې شورا د سوپر لیګ برخه دي چې ۲۰۲۳ کال نړیوال جام سیالیو ته د لارموندنې بهیر کې مهم رول لري.

شل اوریزې لوبې هم د دغو سیالیو راتلونکي جام ته د لارموندنې په درجه بندۍ کې شمېرل کېږي او پایلې به یې د درجه بندۍ په جدول اغېز ولري.

افغان لوبډله پخوا هم د زیمبابوې پر وړاندې ډېره لوبېدلې او ښې پایلې یې لرلي. بې له شکه د لوبو دې لړۍ کې به افغان لوبډله هڅه کوي چې د دواړو شل اوریزو او یو ورځنیو لوبو لړۍ وګټي.

د یو ورځنیو لوبو مهالوېش:

۴ جون - لومړۍ یو ورځنۍ لوبه

۶ جون - دویمه یو ورځنۍ لوبه

۹ جون - درېیمه یو ورځنۍ لوبه

د شل اوریزو لوبو مهالوېش:

۱۱ جون - لومړۍ شل اوره لوبه

۱۲ جون - دویمه شل اوره لوبه

۱۴ جون - درېیمه شل اوره لوبه