تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان کې نژدې ۱۰ میلیونه ماشومانو ته ګوزڼ ضد واکسین ورکول کېږي
په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، د دغه هېواد په ۳۲ ولایتونو کې سر له ننه (دوشنبې) د پولیو یا ګوزن ضد واکسین پیل شول.
دا په ۲۰۲۲ کال کې څلورمه دوره ده او د روغتیا نړیوال سازمان او د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ ادارې یونیسف په مرسته ترسره کېږي.
ټاکل شوې په فراه او هلمند کې هم راتلونکې اوونۍ دغه بهیر پیل شي چې د عامې روغتیا وزارت د چارواکو په وینا د تخنیکي ستونزو له امله اوس ځنډېدلی دی.
د روغتیا وزارت چارواکي وايي دغه بهیر به څلور ورځې روان وي او ټاکل شوې نژدې ۹ عشاریه ۹ میلیونو هغو ماشومانو ته چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي، دوه څاڅکي واکسین ورکړل شي.
د یاد وزارت ویاند جاويد هژیر بي بي سي ته وویل، په دې څلورو ورځو کې په هغو ماشومانو ته هم چې عمرونه یې د شپږو میاشتو او پنځو کلونو ترمنځ دي، ویټامین ای ورکړل شي.
تېرو څو کلونو کې د ناامنیو له امله څه باندې ۳ میلیونه ماشومان له ګوزڼ واکسینه بې برخه شوي وو او له همدې امله د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د کوزڼ تازه پېښې هم ثبت شوې دي.
د ماشومانو ګوزڼ داسې ناروغي ده، چې درملنه نه لري او د ملګرو ملتونو روغتیا برخې یې له منځه وړلو لپاره له ۱۹۸۸ راهیسې هڅې کوي.
افغانستان، پاکستان او نایجریا لا هم د نړۍ هغو هېوادونو کې دي، چې دغه ناروغي پکې شته او د ناامنۍ ترڅنګ واکسین ته زړه نه ښه کول یې مهم لاملونه بلل کېږي.
په افغانستان او پاکستان کې ځینې کورنۍ واکسین ته د شک په سترګه ګوري او له همدې امله نه غواړي ماشومان یې واکسین شي.