تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کندهار کې د ګوزڼ پېښې
په کندهار کې، په تېرو نهو میاشتو کې څه باندې ۲۰ زره ماشومان، د پولیو له واکسین پاتې شوي دي. افغان چارواکي وايي دلیل یې دا دی چې په ځینو ولسوالیو کې د پولیو واکسین نه کېږي.
دا په داسې وخت کې ده چې په ټول افغانستان سږ کال، شپږ ماشومان په پولیو اخته شوي. څلور یې په کندهار کې دي.
یونیسف یا د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه صندوق وايي، په افغانستان کې ماشومان ته ګواښ په نا امنو سیمو کې د واکسین نه کېدل دی.
افغانستان او پاکستان په ټوله نړۍ یوازیني دوه هېوادونه دي چې اوس هم پولیو په کې شته.