تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
محب: د حکومت سقوط کې د خپلو ناکامیو بشپړ مسوولیت منم او بښنه غواړم
د افغانستان د مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب له بي بي سي سره خپله تازه مرکه کې وايي چې د تېر حکومت سقوط پرځېدلو کې د خپلې ناکامۍ اړوند مسوولیت مني او له کبله یې بښنه غواړي.
ښاغلی محب زیاتوي هیله من دی چې نور ټول ښکېل کسان به هم وکړای شي چې رامخ ته شي او وضاحت ورکړي چې وضعیت څنګه و.
نوموړی وایي دا ورباندې د افغانستان د خلکو، تاریخ او هغو قربانیو پور دی چې په دې لار کې ورکړ شوې دي.
د هغه په خبره دا کار به افغانانو لپاره د یوې ښې راتلونکې جوړېدو کې مرسته وکړي.
حمدالله محب د تېر کال د اګست پر ۱۵مه له مخکني ولسمشر محمد اشرف غني سره یو ځای یوه چورلکه کې له کابل ووت او طالبان پر همدې ورځ کابل ته ننوتل.
هغه وايي ټاکلې وه چې یوه مذاکراتي پلاوی دوحې ته ولاړ شي او دی پخپله هم د دغه پلاوي غړی و، خو هر څه په ډېره چټکۍ بدل شول.
نوموړي په دې مرکه کې یو ځل بیا دا ټینګار هم کړی چې له هېواده له وتلو پرته بله لار نه وه ورپاتې.
د مخینکي ولسمشر د ملي امنیت سلاکار وايي "غوره کار چې مو کولی شو دا و چې: لومړی خپل ښار وژغورو. هغه خلک وژغورو چې دغه ښار کې دي. هو دې ناورین وزېږاوه، ډېر خلک اړ شول چې ووځي، وتښتي - خو فکر وکړئ که کوڅه په کوڅه جګړه پیل شوې وای، دا کسان چې اوس راوتلي، دوی به هم پر وتلو نه وای بریالي شوي."
د محمد اشرف غني او حمدالله محب په ګډونو د افغانستان د تېر حکومت پر مشرانو له دې کبله نیوکې کېږي چې په ناڅاپي وتلو سره یې خپل هېواد او هېوادوال بې برخلیکه پرېښودل او دا کار یې د دې لامل شو چې د لسګونو زره کسانو د وینو په قربانۍ او د میلیاردونو ډالرو په لګښت جوړ شوی پوځ او ادارې وپاشل شي.
خو پخپله مخکنی ولسمشر او هغه ته نږدې کسان وايي طالبانو یې د وژلو هوډ درلود او که کابل کې پاتې شوي وای، خونړۍ جګړه به پیل شوې وه.
طالبان بیا وايي کابل ته یې د زور له لارې د ننوتلو هوډ نه درلود او تر هغې وروسته دې کار ته اړوتل چې د مخکینۍ ادارې د مشرانو له تښتېدو وروسته ګډوډي رامنځته شوه.
دوی دا هم ردوي چې له مخکینو مشرانو یې د غچ اخیستلو تکل کړی و.