د طالبانو نوی امر: ښځینه خبریالانې دې پر تلویزیون مخونه پټ کړي

افغانستان کې د طالبانو حکومت یو شمېر کورنیو تصویري رسنیو ته امر کړی چې ټولې ښځینه ویاندویانې یا هغه ښځینه کارکوونکې چې د تلویزیون پر پرده راڅرګندېږي،‌ له دې وروسته باید خپل مخونه پټ کړي.

د طلوع نیوز په ګډون یو شمېر نورو افغان رسنیو تائید کړې ده چې په دې اړه د طالبانو د امر بالمعروف وزارت فرمان دوی ته ور رسېدلی دی.

طلوع نیوز پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، یاد وزارت ورته ویلي دی چې دا پرېکړه نه بدلېدونکې ده او هېڅ ډول بحث به پرې نه کېږي.

له دې سره شمشاد تلویزیون هم پر خپل ټویټر لیکلي چې د طالبانو امربالمعروف او اطلاعاتو او کلتور وزارتونو ورته سپارښتنه کړې چې د تر دې وروسته دې یې ښځینه ویاندویانې ښکاره مخ پر تلوېزیون نه راښکاره کېږي.

د یوه بل ځایي تلویزیون چارواکو هم بي بي سي ته منلې چې د طالبانو دا فرمان یې ترلاسه کړی، خو وایي دوی لا په دې اړه له طالب چارواکو سره کومې وروستۍ هوکړې ته نه دي رسېدلي.

پخپله طالبان بیا وایي، دوی د عامو خلکو د بیا بیا غوښتنو له کبله دا ګام پورته کړی او رسنیو هم ورسره دا پرېکړه منلې ده.

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت ویاند محمد صادق عاکف بي بي سي ته وویل، په دې اړه پرېکړه اصلاً دوه اوونۍ مخکې شوې وه،‌ خو رسنیو تر دې دمه نه وه پلې کړې.‌

نوموړی وایي، تېره ورځ (چارشنبه) یې له رسنیو سره په دې اړه ځانګړې ناسته درلوده او خپلو کې سره هوکړې ته ورسېدل.

ښاغلي عاکف که څه هم د ښځینو خبریالانو لپاره د مخ پټولو یا نقاب د شرط یادونه ونکړه، خو وایي حجاب یوه دیني فریضه ده او ټول یې باید مراعت کړي.