تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د سريالونو بندېدلو د افغان مېرمنو د گټې وټې يوه لار تړلې
- Author, نورګل شفق
- دنده, بي بي سي
'پلار مې ناروغ دی. ۱۲ سره کورنۍ راپه غاړه ده. حلاله روزي ګټم. که ته په ما کار بندوې نو زه سوال وکړم؟ فحشا ته لاس واچوم؟ داسې مه کوئ، پرې مو ږدئ چې کار وکړو'
دا د سلطانې خبرې دي چې د افغانستان په یوه خصوصي تلویزون کې یې د سیریالونو د دوبلې په برخه کې کار کاوه. د سیریالونو د بندښت په اړه د طالبانو حکومت تر پرېکړې وروسته د سلطانې په څېر ګڼو دوبلرانو یا دوبله کوونکو دندې وبایللې.
بي بي سي یې له ډلې ځینو سره غږېدلې او ورته جوته شوې چې داسې ګڼې ښځې پکې شته چې د خپلې کورنۍ یوازېنۍ سرپرستانې یا رزق ګټونکې وې. د دوی د خوندیتوب لپاره یې په دغه رپوټ کې نومونه خپل نه بلکې مستعار یاد شوي دي.
په ۱۳۸۰ (۲۰۰۱) کال په افغانستان کې د امریکا په لاس د طالبانو د تېر رژیم له پرځېدو او د پخواني ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ د نوي اسلامي جمهوري حکومت منځ ته راتګ سره په دغه هېواد کې رسنیو باندې تمرکز ډېر شو.
سېنماګانې بېرته په فعالېدو شوې، فلمونه جوړېدل پېل شول او په ټوله کې هنري برخه په غوړېدو شوه. خو د تلویزوني ډرامو یا سیریالونو جوړولو نه لګښت ته چا ډېر زړه ښه کړ او نه یې په افغان ټولنه کې د شته کلتوري ستونزو له کبله کافي ممثلان یا لوبغاړي ورته موندلی شول؛ په ځانګړي ډول ښځينه ممثلانې.
که څه هم ځينو بنسټونو دغه هڅه هم وکړه خو زیاتره رسنیزو ادارو یوه اسانه او نسبتا ارزانه لار وموندله. د بهرنیو تلویزوني سیریالونو دوبله کول. د ښځينه او نارینه ممثلانو په مرسته د سیریالونو داسې په پښتو او دري ژبو ژباړل پېل شول چې په ډرامه کې د شته کرېکټرونو د ډيالوګ انداز لکه د اصلي هغه غوندې ادا کړي.
دا چاره بریالۍ ثابته شوه او افغانان یې د هندي، ترکي او ځينو نورو ژبو د ډرامو یا سیریالونو مینه وال کړل. له تلوسې د ډکو دغو سیریالونو تر منځ خپرېدونکي سوداګریز اعلانونه د دې لامل شول چې خپرونکې رسنۍ یې د کال میلیونونه افغانۍ ګټه تر لاسه او خپل فعالیتونه پرې په ښه توګه روان وساتي.
خو د اګست له پنځلسمې وروسته د طالبانو حکومت له راتګ او بیا د بهرنیو سیریالونو د بندولو له پرېکړې سره پر رسنیو د ګټې وټې دا مهمه سرچینه ودرول شوه. ادارو ګڼ دوبله کوونکي نارینه او ښځې رخصت کړل او د پولۍ ټک ته یې کېنول.
وږمه هم له همداسې مېرمنو یوه ده.
'زه بې وروره او پلار مې ناروغ دی'
وږمه وايي، کله یې چې د سیریالونو د بندېدو خبر واورېد نو خپلې دندې او د کور مالي وضعیت ته اندېښمنه شوه، ځکه چې په خبره یې، 'زما کورنۍ د نجونو کورنۍ ده. زه بې وروره یم. پلار مې په یوازې ځان د کور مصارف نشي پوره کولای. نجلۍ چې کار کوي خو کورني مشکلات به لري، له خونده خو څوک نه وځي'.
وږمه زیاتوي چې د طالبانو حکومت له دې پرېکړې وروسته یې رسنیزې ادارې ګڼ کسان له دندو وویستل او پېل یې هم له دوبلې برخې وکړ. 'په دوی کې ډېرې داسې نجونې شته چې د کورنۍ یوازېنۍ رزق ګټونکې دي.
یا یې پلرونه مړه دي، یا وروڼه نه لري او که ځینې یې لري نو بېکاره دي. دوی اوس په کور ناستې دي او ژوند ورته سخت شوی دی. خدای خبر څه به کوي'
د یادولو ده چې تر ۱۵ اګست وروسته ګڼ خبریالان له هېواده ووتل خو د دوبلې برخې کسان تر ډېره په وطن کې پاتې شول.
د اطلاعاتو کلتور وزارت د مالوماتو له مخې که څه هم په افغان رسنیو کې د دوبله کوونکو کره شمېر نه دی ورمالوم خو له دغه وزارت سره په ټوله کې شپږ زره خبریالان ثبت وو چې اوس یې ګڼو هغو افغانستان پرېښی دی.
وږمه وايي، افغان نجونو ته که اوس د طالبانو حکومت ستونزې جوړې کړې دي نو له پخوا راهیسې په ټولنه کې ځينو شته دودونو هم دوی ښه ژوند کولو ته نه دي پرېښې. کله خپلوانو کړۍ پرې تنګه کړې او کله د کلي مالت خلکو.
'تاسې پوهېږئ چې په اخرو کې یو څه ذهنیت جوړ شوی و خو په پښتنو کې اوس هم داسې خلک ډېر دي چې نجلۍ یې له کوره وځي، کار، ښوونځي او یا پوهنتون ته ځي، خلک بد پسې وايي. بیا چې رسنۍ کې کار کوې نو لا جنجال. خپلوانو به مې پلار او وړو وروڼو ته پېغورونه ورکول، زه یې په بدو نومونو یادولم چې ولې رسنۍ کې کار کوم. موږ سره یې مړی ژوندی پرېښود او اړیکې یې راسره پرې کړې'.
'د شهید کونډه'
پر کلتوري او دودیزو ستونزو سربېره دوبله کوونکې نجونې هم لکه د خبریالانو له امنیتي ګواښونو او پېښو خوندي نه دي پاتې شوې.
په ۱۳۹۴ کې د موبي ګروپ د دوبلې برخې موټر د برید ښکار شو چې د ښځينه کارکوونکو په ګډون اوه تنه پکې ووژل شول او شاوخوا شل نور ژوبل شول.
همدا تېر کال (۱۲ کب، ۱۳۹۹) د افغانستان په ختيځ ننګرهار کې د انعکاس تلویزون د دوبلې برخې درې کارکوونکې په یوه وسله وال برید کې ووژل شوې. تر هغه برید وروسته دې رسنیزې ادارې اعلان وکړ چې تر دې وروسته ښځينه کارکوونکې په کار نه ګماري.
په همدغه کال د خبریالانو د ملاتړ ادارې یا نی اعلان وکړ چې په تېرو شپږو کلونو کې د امنیتي ستونزو له کبله د رسنیو شاوخوا ۹۰۰ ښځينه کارکوونکو خپلې دندې پرېښې دي.
په افغانستان کې د څو لسیزو جګړې، چاودنو او بریدونو له ګڼو کورنیو سرپرستان اخېستي دي. د ځينو کورنیو واړه ماشومان درنو کارونو ته اړ شوي او د یو شمېر هغو کورنیو بیا ښځو په خوارۍ مزدورۍ پسې څنګلې راپورته کړې دي چې د کور نارینه یې وژل شوي دي.
له دوی یې ځینې په پردیو کورونو کې د خلکو کالي مینځي، ځينې یې په کابل منډيۍ کې غله دانه پاکوي، ځینې یې خیر غواړي او ځینې لوستې هغه یې دفتري کارونه کوي.
په دوبلې برخه کې هم شته.
د شاه رخ مېړه هم په ۱۳۹۴ کې په کابل کې په یوه برید کې وژل شوی دی. دې ته له هماغه راهیسې د خپلو پنځو بچیانو په ګډون د خواښې او خوسر ساتل هم ورله غاړې دي.
شاه رخ هم په یوه تلویزون کې په دوبله برخه کې کار کوي او د سلطانې همکاره ده. سلطانه یې په اړه وايي، 'هغه د خپل شهید مېړه کونډه ده.
چې د ژوند داستان یې واورې، ژړوي دې. خو اوس هم له ژوند سره مبارزه کوي چې اولادونه یې بې سرپرسته نشي، بې لارې نشي. پخپل لاس یې ښوونځي ته بیايي او راولي. د خواښې خوسر خدمت او درملنه هم دا کوي. اوس حیرانه ده چې له دې وروسته به څه کوي؟'
سلطانه: 'که نجونو نه د کار او تعلیم حق اخلئ نو ملت به درنه ناراضه وي'
د شاه رخ همکارې سلطانې چې د طالبانو د دې پرېکړې په اړه خبرې راته کولې نو کله به غصه شوه او کله ګیله منه، کله به یې بېرته ځینې داسې خبرې پېل کړې لکه ځان ته چې پخپله ډاډګېرنه ورکوي.
ویل یې، 'له مبارزې پرته ژوند ناممکن دی. هره شېبه مبارزه په کار ده. زه مسوله یم چې کار وکړم، خپل فامیل ته کار وکړم چې چا ته احتیاج نشي. خپل غیرت او کلتور مې ساتلی دی، خپلې کورنۍ ته مې ستره تکیه یم'.
خو ناڅاپه یې له دې سره د خبرو طرز بدل شو، 'په موږ ولې ټولې دروازې تړل شوې دي؟ زموږ ګناه څه ده؟ پلار مې ناروغ دی، وروڼه مې واړه دي او ۱۲ سره کورنۍ لرم، حلال رزق ګټم، که ته یې په ما بندوې، نو زه سوال وکړم؟ فحشا ته لاس واچوم؟ هغه هم نشئ منلئ، نو پرې مو ږدئ چې کار وکړو او تعلیم وکړو. له دې نظامه مو همدا تمه ده، بس'.
وروستۍ خبرې یې دا وې چې، 'له افغان مېرمنو د تعلیم حق واخیستل شو. په کور کېنول شوې. که نجونو نه د کار او تعلیم حق اخلئ نو ملت به درنه ناراضه وي. د مېرمنو زړونه لاس ته راوړئ. په دغو کارونو کې د خلکو روزي بنده ده. مه یې پرې بندوئ'.