تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
تاجکستان: افغان پولې سره زموږ سرحدي ځواکونه د تیارسي حالت کې دي
تاجکستان وايي، وروسته له هغه چې د طالبانو او داعش وسله والو ترمنځ نښتو کې پر تاجک خاوره توغندي وتوغول شول، پوله ساتي ځواکونه یې د تیارسي حالت کې دي.
د تاجکستان د ملي امنيت رياست مطبوعاتي مرکز ویلي، د اوس لپاره پر ګډه پوله وضعیت کنترول دی.
تاجکستان وايي د افغانستان د شمال ختيځ تخار ولايت په خواجه غار ولسولۍ کې د طالبانو او داعش ډلې ترمنځ د وسلوالو نښتو پايله کې په "تصادفي" ډول څو توغندي د دوی پر خاوره لګېدلي دي.
تر دې وړاندې داعش پر خپله وېبپاڼه يوه بيان کې ويلي وو، له افغانستانه يې په تاجکستان کې پر پوځي موخو توغندي توغولي دي.
ځینو خبري اژانسونو هم رپوټ ورکړی و چې داعش ډلې د تخار له خواجه غار سيمې د تاجکستان پر نامعلومو پوځي موخو اووه توغندي توغولي وو.
تاجکستان وايي دغو توغندیو مالي او ځاني زیان نه دی اړولی.
یاده دې وي چې تېره مياشت هم داعش ډلې ادعا کړې وه چې پر ازبکستان یې توغندیز برید کړی، او په دې اړه یې یوه ویډیو هم خپره کړې وه، خو ازبک چارواکو رد کړې وه.
روسيې او د منځنۍ اسيا هېوادونو تل په افغانستان کې د داعش په ګډون د اسلامي سخت دريځو ډلو د نفوذ په اړه اندېښنه ښودلې ده.
په افغانستان کې د طالبانو له بيا واک ته رسېدو سره تاجکستان او ازبکستان د همدغو اندېښنو له امله د سرحدي ځواکونو د پياوړي کولو ترڅنګ له افغانستان سره په خپله پوله څو ګډ پوځي تمرينونه هم کړي دي.
په همدې حال کې، څو ورځې وړاندې داعش پلوه يوه مجله کې د افغانستان پر ګاونډیانو د بریدونو ګواښ شوی و.
د "خراسان غږ" مجلې په يوه تازه ګڼه کې چې د اسلامي دولت نومې ډلې يا داعش ملاتړې ده، په ازبکستان کې د هغه ادعا شوي بريد چې داعش يې مسوليت منلی ستاينه کړې او د چين او ايران په ګډون يې د افغانستان په ګاونډيو هېواد ونو د بریدونو ګواښ کړی دی.
دغه مجله په انګريزي ژبه د "العظيم" په نامه د رسنيز ګروپ له لوري د داعش ډلې د پلويانو په ټولنيزو رسنيو بيا خپره شوې. دا د داعش رسمي خپرونه نه ده او د دې ډلې د رسمي چينلونو له لارې نه خپرېږي.
د داعش ډلې د خراسان څانګه تر ډېره افغانستان او د پاکستان په شمال لوېديځ کې فعاليت کوي.