تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ډاکټر عبدالله د طالبانو له واکمنېدو راهیسې په لومړي ځل له افغانستانه بهر ولاړ
د افغانستان د ملي روغې جوړې پخوانی مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د جهموریت له پرځېدو وروسته په لومړي ځل له دغه هېواده بهر په سفر وتلی دی.
ښاغلي عبدالله ته نژدې سرچینو بي بي سي پښتو پاڼې ته ویلي چې نوموړی نوي ډیلي ته روان شوی دی.
د عبدالله عبدالله کورنۍ له ډېرو کلونو راهېسې په ډیلي کې اوسېږي.
د افغانستان د مشرانو جرګې مخکیني مشر فضل الهادي مسلمیار چې هوايي ډګر پورې له ډاکټر عبدالله عبدالله سره مل و، بي بي سي پښتو ته وویل ښاغلی عبدالله به په یوه میاشت کې بیرته افغانستان ته ستون شي.
نوموړی وايي، ډاکټر عبدالله د خپلې کورنۍ د لېدو لپاره هند ته روان شوی دی.
له تېرو څه باندې اتو میاشتو راهیسې ډاکټر عبدالله عبدالله له رسنیو سره خبرې هم نه دي کړي او ولایتونو ته هم په سفر نه دی تللی.
پخوا داسې رپوټونه وو چې عبدالله عبدالله او مخکیني ولسمشر حامد کرزي ته "له هېواده بهر" د سفر اجازه نه ورکول کېږي. طالبانو دغه ډول رپوټونه رد کړي وو.
حامد کرزي هم له رسنیو سره په خبرو کې منلې وه چې دوو بهرنیو سفرونو ته بللی شوی و خو وايي د تللو فرصت ورته برابر نه کړل شو.
ډاکټر عبدالله عبدالله په خپل ټوېټر پاڼه خلکو ته د اختر مبارکي ویلې او لیکلي يې دي "د شخصي سفر له امله به څو ورځې له وطنه بهر یم."
ښاغلي عبدالله د ټوېټر په څو پيغامونه کې پر سیاسي مشارکت، ملي یوالي، یو بل منلو او اجتماعي عدالت ټینګار کړی او وايي"د همدې ارزښتونو په پام کې نېولو سره هڅه کوي په افغانستان کې د خلکو لپاره ښیرازۍ ته کار وکړي."
نوموړي دا رنګه لیکلي: "د کورنۍ جګړې مخنیوی د ټولګډونه حکومت د جوړېدو له پرېکړې سره تړلی دی."
له ښاغلي عبدالله مخکې د مشرانو جرګې مشر فضل الهادي مسلمیار هم دوبۍ ته په سفر تللی و او له څو ورځو سفر وروسته بېرته وطن ته ستون شو.