تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د افغان نجونو زدکړې؛ له طالبانو یې د اجازې غوښتنې په ډېرېدو دي
افغانستان کې د طالبانو له حکومته له شپږم ټولګي پورته د نجونو زدکړو ته د اجازې ورکولو غوښتنې په ډېرېدو دي.
په دې لړ کې تازه پخواني ولسمشر حامد کرزي یو ځل بیا د طالبانو په سرپرست حکومت غږ کړی چې د نجونو زدکړو په تړاو دې "د علماوو او هېوادوالو غوښتنې" ته درناوی وکړي او "په سملاسي ډول ټول هېواد کې د نجونو ښوونځي پرانیزي."
د افغان ښځینه او نارینه دیني عالمانو د یوې غونډې ګډونوالو د پنجشنبې پر ورځ کابل کې د افغان نجونو زدکړو ملاتړ وکړ او د طالبانو له حکومت یې وغوښتل چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو تړلي ښوونځي دې پرانیزي.
دا غونډه "د اسلامي لارښوونو په رڼا کې د اوسني کړکېچ د حللارو په اړه د افغان علماو ملي ډیالوګ" په نامه جوړه شوې وه.
دې ناسته ته له سلو ډېر دیني عالمان وربلل شوې وو.
د دې غونډې د ګډونوالو لخوا د خپور شوي پنځه ماده ييز پرېکړه لیک لومړۍ ماده کې راغلي: "ښوونځي نباید له دې مودې زیات بند پاتې شي؛ ځکه افغان ولس نور نو د دې ظلم د زغملو توان نه لري او د نجونو د ښوونځيو د بندولو په اړه د اوسنیو چارواکو دريځ هېڅ ډول شرعي او منطقي توجیه نه لري."
دوی له طالبانو غوښتي و چې "ژر تر ژره دې په بشپړ ډول د ښوونځيو، مدرسو، علمي او تعلیمي مرکزونو دروازې د ټولو نجونو پر مخ پرانیزي."
د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم کابل او پېښور کې یو شمېر دیني علماو د افغان نجونو د زدکړو په ملاتړ غونډې کړې وې او له طالبانو ټولو نجونو پر وړاندې د ښوونځيو دروازو د پرانیستلو غوښتنه کړې وه.
پر دې سربېره ملګروملتونو، نړیوالې ټولنې او ګڼو مرستندویه بنسټونه هم په وار وار افغانستان کې د نجونو زدکړو ته د اجازې ورکولو غوښتنه کړې.
خو طالبانو تر اوسه دغو غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویلی.
طالبانو لا هم خپلې دې پرېکړې په اړه روښانه سپيناوی نه دی وړاندې کړی، خو د پوهنې وزارت یې بي بي سي پښتو ته ویلي، که یې مشرتابه د ښوونځیو د پرانیستو امر وکړي، چمتو دي په ټول هېواد کې د نجونو لپاره د ټولو ښوونځیو دروازې پرانیزي.
د طالبانو د حکومت دننه ځینې جګپوړي چارواکي هم د ښوونځیو په اړه د خپل مشرتابه له پرېکړې خوښ نه دي خو په ښکاره له څه ویلو ډډه کوي.