د پناه پرېکړه کې ځنډ؛ بریتانیا کې مېشت افغان د کورنۍ خوندیتوب ته اندېښمن دی

یو افغان پناه غوښتونکی چې وايي د طالبانو له بریده تر روغ وتلو وروسته له خپل هېواده تښتېدلی، د خپلې کورنۍ خوندیتوب ته اندېښمن دی.

هغه اوس برېتانیا کې اوسي او وايي د پناه غوښتنې په اړه یې پرېکړه کې ځنډ کورنۍ ته خطر پېښ کړی.

محمد چې دا یې اصلي نوم نه دی، په ۲۰۲۱ کال خپله ښځه او ماشومان افغانستان کې پرېښودل او پخپله ژوند ته د ورپېښ ګواښ له کبله اړ شو چې هېواد پرېږدي.

هغه اوس د بریتانیا همپشېر کې اوسي.

خو هلته یې پر پناه غوښتنې د کال له اوښتو سره سره لا د حکومت پرېکړې ته منتظر دی.

دا په داسې حال کې ده چې د بریتانیا حکومت وايي هدف یې دا دی چې د پناه غوښتنو پر قضیو "له غېر ضروري ځنډ پرته" غور وکړي.

محمد افغانستان کې د ښځو حقونو برخه کې فعال و او دغه کار طالبان پرې غوسه کړي وو.

نوموړی وايي تر هغې وروسته یې بریتانیا ته د تښتېدو پرېکړه وکړه چې دندې ته د تګ په لار یې پر موټر ډزې وشوې.

دی هلته اوس خوندی دی خو کورنۍ یې ترهغې ورسره نشي یو ځای کېدای، چې حکومت دی د پناه غوښتونکي په توګه نه وي منلی.

هغه که څه هم په وار وار له کورنیو چارو وزارت سره اړیکه کړې خو تر اوسه ورته نه دي ویل شوي چې ولې یې د غوښتنلیک په اړه پرېکړه نه ده شوې.

دا په داسې حال کې ده چې د حکومت ویبپاڼه وايي پناه غوښتونکي معمولآ شپږو میاشتو کې د غوښتنلیک ځواب ترلاسه کوي.

محمد وايي: "زه د هغوی (خپلې کورنۍ غړو) په اړه ډېر اندېښمن یم، ځکه چې طالبانو کور په کور لټون پیل کړی. زه ډارېږم چې کله به زما کور ته ورځي او کله چې پوښتنې وکړي نو پوه به شي چې زما کورنۍ ده."

محمد هم بریتانیا کې د نورو پناه غوښتونکو په څېر تر هغې کار نشي کولی چې د پناه غوښتنې په اړه یې پرېکړه نه وي شوې. هغه اوس د حکومت لخوا په ورکول کېدونکو پېسو ژوند تېروي.

نوموړی وايي دا پېسې (د اوونۍ نږدې ۴۱ پونډو) کمې دي او کله نا کله داسې وخت هم راشي چې څو ورځې بې خوړو پاتې وي.

محمد وايي: "د پناه غوښتونکي په توګه ژوند خورا سخت دی. وخت ناوخت داسې انګېرم چې زه د دې ښکلې نړۍ برخه نه یم."

خو هغه له دې سره سره بریتانیا کې ژوند خپله او د خپلې کورنۍ یوازنۍ هیله ګڼي او وايي دې هیلې ته د رسېدو لپاره له مبارزې لاس نه اخلي.

کرېس چې په رضاکاره توګه د پناه غوښتونکو مرسته او ملاتړ کوي، له محمد سره د هغه د پناه غوښتنې قضیه کې مرسته کوي.

هغه وايي ګڼ پناه غوښتونکي د حکومت پرېکړې ته تر یوه کال ډېر انتظار باسي.

نوموړی زیاتوي "د کورنیو چارو وزارت سیستم د سرچینو له کمښت سره مخ او تر ډېر بار لاندې دی - په خواشینۍ سره اوس ګڼ خلک منتظر پاتې دي."

د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت یو ویاند بیا وايي: "حکومت د دې ډاډمنولو ته ژمن دی چې د پناه غوښتنو په اړه له غېر ضروري ځنډ پرته غور وشي."

هغه زیاتوي د پناه غوښتنې قضیې د پناه غوښتونکو لخوا د وړاندې شویو حقایقو له مخې جلا او یو په یوه کتل کېږي.