اوکرایین: پر هغه ښوونځي برید شوی چې ۴۰۰ ملکي وګړو په کې پناه اخیستې وه

اوکرایین

د اوکرایین له ماریوپول ښاره رپوټونو وايي د ښار کوڅو کې جګړه روانه ده، مړي واټونو کې پراته دي او هلته جګړه کې ایسار خلک له سخت کړاو سره مخامخ دي.

د ماریوپول سیمه ییز چارواکي وايي روسي ځواکونو په دغه ښار کې پر هغه ښوونځي برید کړی چې شاخوا ۴۰۰ ملکي وګړو په کې پناه اخیستې وه.

که دا رېښتیا وي نو له دې سره به هغه ادعا لا پیاوړي شي چې وايي روسي ځواکونه د ماریوپول په کلابند ښار کې ملکي ودانۍ په نښه کوي.

تېره چهارشنبه په ماریوپول کې هغه تایتر هم په نښه شوی و چې شاخوا ۱۳۰۰ کسانو په کې پناه اخیستې وه.

د تایتر له تاکاوۍ نه شاخوا ۱۳۰ کسان ژغورل شوي خو لا هم په کې سلګونه کسان ایسار پاتې دي او چارواکي وايي د هغوی د ژغورلو چارې د جګړې له امله له خنډوځنډ سره مخامخ شوې دي.

روسیه پر ملکي ودانیو د بریدونو خبره ردوي.

په ماریوپول کې په اخیستل شویو تصویرونو کې ښکاري چې ښارګڼې ودانۍ ویجاړې او زیانمنې شوې دي.

له ښاره د ولسي وګړو د ایستلو هڅې روانې دي، خو جګړې دغه چاره ټکنۍ کړې ده.

د ماریوپول ښاروال وايي هغو سلګونو کسانو د ژغورنې چارې چې په ماریوپول کې د تایتر ودانۍ په تاکاوۍ کې ایسار پاتي دي د جګړې له امله له خنډوځنډ سره مخامخ شوې دي.

وډیم بایوچینکو له بي بي سي سره په خبرو کې ویل چې ژغورونکې ډلو یوازې وکولای شول چې خاورې لېري کړي.

اوکراییني چارواکي وايي سره له دې چې د تايتر ودانۍ په ښکاره ډول په نښه شوې وه چې دغلته ملکي خلکو پناه اخیستې روسي ځواکونو پرې برید وکړ، خو روسیه دا تور ردوي.

په ماریوپول ښار کې چې روسي ځواکونو کلابند کړی دی اوس هم ۳۰۰ زره کسان په داسې حال کې ایسار پاتې دي چې خواړه او درمل په خلاصېدو دي او روسي ځواکونو دې ښار ته د بشري مرستو د لېږدولو مخه ډب کړې ده.

ولسمشر زېلېنسکي د روسي ځواکونو لخوا د ماریوپول ښار کلابندي د ''ترهګرۍ '' یو عمل بللی او په وینا یې تر پیړیو به یاد وساتل شي.

دغلته روسي ځواکونو پر یوه روغتون، یوې کلیسا او بې شماره نورو ودانیو هم بریدونه کړي او سیمه ییز چارواکي وايي ۸۰ سلنه د استوګنې ودانۍ یا ویجاړې شوې او یا هم زیانمنې شوې دي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د یوه رپوټ له مخې تراوسه درې میلیونه او درې سوه زره اوکراینیان له هېواد وتلي او کډوال شوي دي.

ماریوپول

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ماریوپول کې چارواکي وايي ۸۰ سلنه د استوګنې ځایونه د روسي ځواکونو په بریدونو کې یا ویجاړ شوي او یا سخت زیانمن شوي دي.

دغه راز د اوکرایین د لومړي وزير مرستيالې ايرينا ويريشچوک ويلي تر دې مهاله له ۳.۳ ميليونو ډېر اوکريينيان له لوېديځې پولې تښتدلي دي.

د رويترز خبري اژانس له مخې نوموړې ويلي، چې شاوخوا دوه ميليونه نور په هېواد کې د ننه بېځايه شوي دي.

د اغلې ويريشچوک په وينا د جګړې له لومړۍ کرښې نژدې دوه سوه زره ملکي وګړي د بشري دهليزونو له لارې ايستل شوي دي.

بل پلو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څار دفتر "او اېچ سي اېچ ار" وايي د تېرې فبرورۍ ۲۴مه پر اوکرایین د روسیې د یرغل له پیله د مارچ تر ۱۸مې دغه هېواد کې لږ تر لږه ۸۵۰ ملکيان وژل شوي دي.

ملګري ملتونه وايي په وژل شویو کې ۶۴ ماشومان دي.

د یادونې ده چې د اوکرایین جګړې د ملکي مرګژوبلې وروستي ارقام د تېرې جمعې پر ورځ خپاره شوي وو چې د وژل شویو شمېر پکې تر دې ۳۱ تنه کم ښودل شوی و.

د "او اېچ سي اېچ ار" په وینا دې د اوکریین جګړه کې تر اوسه د ۷۸ ماشومانو په ګډون نژدې ۱۴ سوه ملکي کسان ټپي شوي هم دي.

خو دې ادارې دا یادونه هم کړې چې د ملکي مرګژوبلې کره شمېر ښايي تر دې ډېر لوړ وي.

د ملګرو ملتونو د خوړو نړيوال پروګرام بيا وايي، هغو زرګونو کسانو ته رسېدل ګران دي چې روسي ځواکونو محاصره کړي دي.

د نړیوال خوراکي پروګرام همغږی کوونکی یاکوب کرن د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، ماریپول ته د بېړني خوراکي توکو رسولو د مخنیوي تاکتیک په ۲۱ پېړۍ کې د منلو وړ نه دی".

ښاغلي کرن ويلي، د اوکرایین په محاصره شویو ښارونو کې وضعیت "خراب" دی او ادارې یې ونشوه کولی چې ماریپول ته ورسېږي ځکه د لاریو چلوونکي نه غواړي هلته د رسېدو لپاره خپل امنیت له خطر سره مخ کړي.

د بالستیک توغندي برید

اوکرایین

د عکس سرچینه، Reuters

د روسیې د دفاع وزارت وايي روسي ځواکونو په اوکرایین کې پر اهدافو د دویم ځل لپاره د هاپیرسونیک توغندي برید کړی.

چارواکو ویلي په دې برید کې یې د روسیې لخوا جوړ د کینزال توغندیو نوی سیستم کارولی دی او د اوکرایین په سویل کې یې د تېلو یوه لویه زیرمه په نښه کړې ده.

بي بي سي نه شي کولای چې په خپلواکه توګه دغه ادعا تایید کړي خو که دا ریښتا وي نو دا به دویمه پرله پسې ورځ وي چې په اوکراین کې اهداف په هایپرسونیک توغندي په نښه کېږي.

روسي چارواکي وايي کینزال هایپرسونیک بالستیک توغندي کولای شي چې ۲۰۰۰ کیلومتره لېری هدف په نښه کړي.

د چارواکو وینا دا چې دا توغندی دومره چټک دی چې چټکتیا یې په ساعت کې ۶۰۰۰ کیلومترو ته رسېږي.

پر اوکراییني ښارونو ''بې توپېره'' ډزې

اوکرایین

د عکس سرچینه، Reuters

د بریتانیا د دفاع وزارت ویلي په داسې حال کې چې د اوکرایین په ختیځ کې د روسي ځواکونو د پرمختګ مخه نیول شوې، روسي ځواکونه پر اوکراییني ښارونو ''بې توپېره '' ډزې کوي.

د بریتانیا د دفاع وزارت په یوه ټویټ کې ویلي پر اوکراییني ښارونو د روسي ځواکونو ډزو ''پراخه ویجاړي '' رامنځ ته کړې او ګڼ شمېر ملکي وګړو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

چارواکو خبرداری ورکړی چې احتمال لري روسي ځواکونه پر ښاري سیمو د بریدونو لپاره درنې وسلې وکاروي چې ورسره به لا ډېرو ملکي وګړو ته مرګ وژبله واوړي او د روسي ځواکونو پام وړ تلفات به محدود شي.

په همدې حال کې اوکرایین ادعا کړې چې تراوسه په جګړه کې ۱۴ زره روسي پوځیان وژل شوي دي.

بي بي سي نه شي کولای چې دا شمېره په خپلواکه توګه تایید کړي.

د لویدیځ چارواکو بیا ویلي چې تراوسه ۷۰۰۰ روسي پوځیان د اوکرایین په جګړه کې وژل شوي دي.

یتیم ماشومان له سومې ایستل شوي

اوکرایین

د عکس سرچینه، Dmytro Zhyvytskyi

اوکراییني چارواکي وايي د سومې په نامه سیمې نه یې ۷۱ یتیم ماشومان خوندي ځای ته لېږدولي دي.

دا ماشومان په تېرو څو اونیو کې په یوې تاکاوۍ کې ساتل شوي وو.

دا په داسې حال کې ده چې روسي ځواکونو د هېواد په شمال ختیځ کې د سومې ښار کلابند کړی او پر ښار خپلو بریدونو ته دوام ورکوي.

سومې کې یوه سیمه ییز چارواکي ډیمیټرو زیوټیسکي ویلي ''په لومړني فرصت کې مو د بشري دهلیز له لارې یتیم ماشومان د جګړې له سیمې نه وایستل. ''

دغه چارواکي پر فېسبوک د دې ماشومانو تصویرونه هم خپاره کړي دي.

له دې تصویرونو سره ښاغلي زیوټیسکي لیکلي ''دا ماشوما میندې او پلرونه نه لري او د بېلا بېلو دلایلو له مخې په دوامداره توګه روغتیايي پاملرنې ته اړتیا لري. ''

نوموړي ویلي ځیني ماشومان اوس په روغتون کې د روغتیايي کارکوونکو تر څار لاندې دي.

اوکرایین

د عکس سرچینه، Dmytro Zhyvytskyi

د اوکرایین ولسمشر ولودمیر زېلېنسکي له روسیې سره د سولې د هر اړخیزو خبر وړاندیز کړی دی.

ښاغلی زیلېنسکي وايي اوس د دې وخت دی چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره غونډه وشي.

دغه راز د اوکرایین ولسمشر ولودمیر زېلېنکسي پر چین غږ کړی چې له لویدیځ سره یوځای شي او د روسي لخوا پر اوکرایین یرغل وغندي خو داسې هېڅ شواهد نه شه چې چین دې روسیې ته شاه واړوي.

بیجینک په اوکرایین کې له کړکېچ نه ځان لېری ساتلی او په ملګرو ملتونو کې یې د روسیې لخوا پر اوکرایین د یرغل د غندولو په اړه رایه اچونه کې ممتنې رایه ورکړه.

د ښاغلي زېلېنسکي له غوښتنې وروسته یوه لوړ ربته چینايي چارواکي وویل د لویدیځ لخوا پر روسیې لګول شوي بندیزونه په ډېریدونکي ډول ''خواشینونکي '' دي.

په ځینو رپوټونو کې د امریکايي چارواکو له قوله ویل شوي چې مسکو په اوکرایین کې د جګړې لپاره له چین نه د پوځي وسایلو غوښتنه کړې، خو چین وايي دا خبره رېښتیا نه ده او دا یې ناسم معلومات بللې دي.