تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
طالبان ترکیې سره د هوايي ډګرونو د امنیتي چارو پر موضوع غږېدلي
د طالبانو بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي ترکیه کې د انتالیا دیپلوماسۍ فورم څنډه کې د کوربه ترکیې له بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو سره د کابل او د افغانستان د څلور نورو نړیوالو هوايي ډګرونو د امنیت ساتنې پر موضوع خبرې کړي.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت پر خپل ټویټر لیکلي: " دواړو لوریو د کابل هوايي ډګر او د افغانستان د نورو نړیوالو هوايي ډګرونو پر موضوع خبرې وکړې او د قرارداد پر هغو مادو یې بحث وکړ چې لا هم بحث ته اړتیا لري."
طالبان وايي دې لیدنه کې "ژمنه وشوه چې دواړه هېوادونه به د قطر هېواد په ګډون د تخنیکي بحث له لارې ژر تر ژره پر پاتو موضوعاتو یوه حل ته د رسېدو کوښښ کوي."
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ویلي دې لیدنه کې همدا راز د دواړو هېوادونو ترمنځ د "ژورو اړیکو پر لا پراختیا" هم خبرې وشوې.
ترکیه او قطر له طالبانو سره د کابل په ګډون د افغانستان د پنځو نړیوالو هوايي ډګرونو د امنیتي او تخنیکي چارو د کنټرول په اړه خبرې کوي.
د یادونې ده چې د ترکیې بهرنیو چارو وزیر اسلام آباد کې د اسلامي همکاریو سازمان د وروستۍ غونډې په څنډه کې هم له امیرخان متقي سره لیدنه کې په دې تړاو غږېدلی و.
د طالبانو چارسمبالي حکومت کې د ترانسپورټ او هوايي چلن وزارت ویاند امام الدین احمدي د جنورۍ وروستیو کې بي بي سي ته ویلي و چې په دې تړاو د ترکیې او قطر له چارواکو سره ''خبرې مثبت لوري ته روانې دي''.
ښاغلي احمدي زیاته کړې وه چې له ترکیې او قطر سره د هوکړې له مخې به د هوايي ډګرونو دننه امنیتي تخنیکي چارې لکه د مسافرو تالاشي، تخنیکی معاینه، هوايي ترافیک، د هغو پروازونو تنظیم چې د افغانستان له فضا تېرېږي او په ټوله کې ترمینلونو کې د تخنیکي پلټنې چارې پر غاړه ولري، خو '' د هوايي ډګر امنیتي چارې به د کورنیو چارو وزارت سمبالوي''.