ملګري ملتونه: د طالبانو له واکمنېدو راهیسې سلګونه ملکي افغانان وژل شوي

    • Author, سید عبدالله نظامي
    • دنده, بي بي سي

ملګري ملتونه وايي، افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو راهيسې ۴۰۰ ولسي افغانان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو په دې تازه رپوټ کې ویل شوي د نژدې ۴۰۰ ولسي خلکو د وژنې اتیا سلنه یې د اسلامي دولت نومې ډلې داعش اړوند کسانو پر مټ شوې، هغه څه چې د واکمنو طالبانو لپاره یوه لویه ننګونه یادیدلی شي.

رپوټ د طالبانو په څومیاشتنۍ واکمنۍ کې د ۱۱۰۰ ولسي افغانانو مرګژوبله ثبت کړې چې د ۳۹۷ کسانو وژنه په داعش پورې تړي او ورسره د پنځوسو مشکوکو کسانو وژل کېدو خبره هم شوې، چې وايي له داعش سره په تړاو وژل شوي دي، له ځینو سرونه پرې شوي او پر سړکونو غورځول شوي دي.

تر ډېره دغه پېښې د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې شوې، هلته چې له ۲۰۱۴ کال را وروسته د داعش ډلې پاخه مرکزونه وو.

د بشري حقونو د ارزونې په تړاو دا د ملګرو ملتونو لومړنی دا وړ رپوټ دی چې د تېر ۲۰۲۱ کال د اګسټ له نیمايي، له هغه وخته چې طالبان واکمن شوي د سږ کال تر فبرورۍ پکې شمېرې ټولې شوې دي.

ملګرو ملتونو دا هم ویلي چې په دغه موده کې د تاوتریخوالي له کمېدو سره ولسي مرګژوبله ټيټه شوې، خو طالبانو د بشري حقونو له ځېنو کرښو پښه اړولې او د ښځو د ازادیو په ګډون یې ځينې فردي حقونه له خلکو اخيستي.

په جنېوا کې ددغه رپوټ د خپرېدو په مناسبت د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمشنرې مېشل باڅلې وویل: ''د بشري حقونونو حالت د ډېرو افغانانو لپاره د ژورې اندېښنې خبره ده. ''

د ملګروملتونو دغې چارواکې دا هم وویل چې د طالبانو واکمنۍ کې ځېنې کسان ورک شوي، په زور نامالوم ځای ته وړل شوي، د رسنيو او وینا د سانسور هڅې کېږي.

دا وايي: ''زه همدا ډول د مدني ټولنې د پرمختګ په اړه اندېښنه لرم، طالبان چې له ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ کاله یې ښځې له کاراو زده کړو ګرځولې او خپل سخت دریځې تګلارې یې پلې کړې وې، اوس وايي د هغه پرتله یې بدلون کړی. ''

په جېنو کې د بشري حقونو شورا به د خپلې یوې میاشتنۍ ناستې په پای کې د افغانستان په تړاو د یوه داسې رپوټ ارزونه کوي چې د طالبانو سرغړونې پکې راټولې شوې.

اروپا کې د ملګرو ملتونو د دفتر لپاره د امریکا استازې شیبه کراکر له طالبانو غوښتي چې د دوئ له ټیم سره دې همکاري وکړي چې دغه ارزونې په بې پرې ډول ترسره شي.