طالبانو افغانستان سره د نړیوال بانک د مرستو په اړه سپارښتنې کړې دي

افغان طالبانو افغانستان سره د مرستو په موخه د نړیوال بانک لخوا د ازادو شویو پېسو د لګېدو لپاره ځینې غوښتنې کړې دي

د طالبانو حکومت د مالیې وزارت او همدا راز افغانستان بانک د افغانستان د وجهي صندوق د یو میلیارد ډالرو د ازادېدو هرکلی کړی دی.

د طالبانو حکومت د مالیې وزارت په یوه علامیه کې ویلي، د افغانستان مالیې وزارت "د افغانستان د بیارغوني وجهي صندوق (ARTF) د فعالیتونو د بیا ځلي پیلېدو څخه د مرستو د جذب په موخه د یوه مناسب میکانیزم په توګه هرکلی کوي."

اعلامیه کې زیاته شوې دغه پراختیايي پروژې د بشر دوستانه مرستو ترڅنګ د افغانستان د خلکو د اقتصادي وضعیت د ودې لامل ګڼل کېږي، چې یو غوره او ګټور ګام دئ.

د طالبانو د مالیې وزارت په اعلامیه کې دا ټینګار هم شوی، چې له بودیجې د وتلو پروژو د تطبیق لګښت دې د ملګرو ملتونو سازمان لخوا را کم شي، له موازي جوړښتونو دې ډډه وشي او د اساسي اصولو په توګه دې له اغېزمنتیا، روڼتيا، ځواب وینې او پلټنې ډاډ ترلاسه شي.

په ورته ډول د افغانستان بانک هم د دغو کنګل شویو پېسو د ازادېدو د هرکلي ترڅنګ ویلي "د دې مرستو د اغېزناکتیا او پایښت لپاره دې دا مرستې د اړوندو بنسټونو له لارې ولګول شي.

د نړیوال بانک اعلان

د نړیوال بانک اجراییوي بورډ له افغانستان سره د مرستې په پار د نژدې یو میلیارد ډالرو مرسته د مارچ پر لومړۍ نېټه (سې شنبه) رسماً تصویب کړه.

دا پیسې په افغانستان کې د تعلیم، کرنې او روغتیا برخو کې کارول کېږي.

د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي هغه بندیزونه به پر دې پیسو اغېز نه کوي، چې پر طالبانو لګېدلي او د ملګرو ملتونو او مرستندویه سازمانونو له لوري به په افغانستان کې د بشري ناورین مخنیوي او مخ پر ځوړ اقتصاد ژغورنې لپاره وکارول شي.

نړیوال بانک په دې هکله یوه اعلامیه کې وویل:

((هدف د مهمو لومړنیو اړتیاوو پوره کول، د زیانمنونکو افغانانو خوندي ساتل او د بنسټیزو اقتصادي او ټولنیزو خدمتونو دوام دی.))

د یادونې ده، چې دا پیسې په نړیوال بانک کې د افغانستان بیارغاونې له صندوق (اې ار ټي ایف) ورکول کېږي، چې تېر کال اګست کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته کنګل شوی و.

له افغانستان سره د نړیوالو مرستو په ټپه له درېدو وروسته د افغانستان اقتصاد د نسکورېدو له ګواښ سره مخامخ شو او ملګرو ملتونو په دې هېواد کې د بشري ناورین له خبرداري سره د بسپنې غوښتنه وکړه.

له افغانستان سره د نغدو پیسو مرستې په همدې لړ کې نړیوال بانک د تېرې فبرورۍ پر ۱۹ مه وویل، داسې پلان یې چمتو کړی چې له مخې به یې د افغانستان لپاره له یوه کنګل شوي بانکي حسابه یو میلیارد امریکایي ډالر په دې هېواد کې د بېړنیو مرستو لپاره ازاد شي.

د نړیوال بانک چارواکو هغه مهال وویل، که چېرې مرستندویه هېوادونه دا پلان تصویب کړي نو دا پیسې به د ملګرو ملتونو لخوا افغانستان کې لګول کېږي،‌ او طالبان به ورته لاسرسی یا پرې کنترول ونلري.

یاده دې وي چې په دې صندوق کې شته پیسې د افغانستان له هغو ملي شتمنیو جلا دي چې دا مهال د امریکا او اروپا بانکونو کې کنګل شوې دي.