تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
طالبان: دوه نيول شوي بهرني وګړي خوشي شول
د طالبانو مرستيال وياند بلال کريمي بي بي سي پښتو ته د دوو نيول شويو خبریالانو خوشي کېدل تائيد کړي دي.
ښاغلی کريمي وايي، "دا بهرني اتباع چې ځانونه يې يوې نړيوالې موسسې ته منسوبول د دې لپاره چې پېژندپاڼې، جوازنامې او لازم اسناد يې نه لرل توقيف شوي وو، چې د هويت له تثبيت وروسته خوشي شول".
طالبانو دا دوه خپلواک بهرني خبریالان نژدې پنځه ورځې مخکې د هغوی له افغان همکارانو سره یو ځای په پلازمېنه کابل کې نيولي وو.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) پر ټوېټر پاڼه د دغو دوو بهرنيو وګړو او د هغوی افغان همکارانو د خوشي کېدو له امله خوښي څرګنده کړې ده او له ټولو هغو چې اندېښنه يې ښولې کړې او د همکارې وړانديز يې کړی مننه کړې ده.
دې خبریالانو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو کډوالو له ادارې 'یو این ایچ سي ار ' سره قراردادي دنده درلوده او په افغانستان کې یې دننه د بې ځایه شویو کسانو تصویرونه اخیستل.
له نیول شویو خبریالانو یو اندریو نورث دی، چې مخکې یې د بي بي سي لپاره کار کاوه او په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته یې څو ځله افغانستان ته سفر کړی.
.