تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
طالبان: فیض الله جلال خلک د نظام پر ضد هڅول؛ د خپلو خبرو وضاحت لپاره نیول شوی
افغان طالبانو منلې چې د کابل پوهنتون استاد او د سياسي چارو شنونکی فيض الله جلال يې نيولی دی.
د طالبانو وياند او د اطلاعاتو کلتور وزارت مرستيال ذبيح الله مجاهد پر خپله ټوټېر پاڼه ليکلي چې نوموړی "د هغو خبرو د وضاحت لپاره نيول شوی چې په ټولنيزو رسنيو کې يې خلک د نظام په ضد هڅول او د انسانانو له عزت سره يې لوبې کولې".
خو د نوموړي لور حسينې جلال بي بي سي ته ويلي، هغه ټوټېر اکونټ چې ښاغلي مجاهد يې پر پلار د ټويټونو تور لګولی، "جعلي" دي او د دې پلار سره "تړاو نه لري".
فيض الله جلال د شنبې پر ورځ (۸ جنورۍ) کابل کې نيول شوی و.
نوموړي څه موده وړاندې د کابل طلوع تلويزيون د يوې ژوندۍ خپرونې پر مهال په دوحه کې د طالبانو له وياند محمد نعيم سره لفظي شخړه وکړه او پر طالبانو يې کلکې نيوکې وکړې.
د ده لور حسينه جلال چې په واشکنټن کې ژوند کوي، بي بي سي ته د خپلوانو له قوله د خپل پلار د نيول کېدو خبر هم تائيد کړی او د بشري حقونو پر ډلو يې غړ وکړ چې د پلار په خوشي کولو کې يې مرسته وکړي.
اغلې حسينې وويل، "نن ماسپښين طالب ځواکونه د ده کور ته ننوتل، ګواښنه يې وکړه او له کوم وضاحت پرته يې [فيض الله جلال] له ځان سره بوتلو".
نوموړې وايي، "پرون مې له پلار سره خبرې وکړې، هغه ويل چې په دې موده کې تر څار لاندې دی او له طلوع تلويزيون سره تر مرکې وروسته يو ډول په کور کې نظر بند دی".
د ښاغلي جلال مېرمنې مسعودې جلال هم پر فېسبوک ليکلي چې د مېړه له نيول کېدو وروسته يې کورنۍ د روغتيا او حالت په اړه معلومات نه لری.
د فيض الله جلال د نيول کېدو په اړه ګڼ غبرګونونه ښودل شوي دي.
د بښنې نړيوال سازمان د جنوبي اسيا څانګې پر ټوېټر پاڼه د ښاغلي جلال نيول کېدل غندلي او ژر ترژره يې د نوموړي د خوشي کېدو غوښتنه کړې ده.
بل پلو په کابل کې يو شمېر ښځو بيا د پوهنتون د دغه استاد د نيول کېدو پر ضد لاريون وکړ او د هغه د خوشي کېدو غوښتنه يې کوله.
د دغو لاريون کوونکو له ډلې يوې مېرمنې رسنيو ته په استول شوې غږ کې ويلي، "دغه لاريون د فيض جلال د خوشي کولو لپاره و". دا وايي لومړی يې "پلان درلود چې د کورونيو چارو وزارت مخې ته لاريون وکړي" خو وايي "طالبانو اجازه ورنکړه" او اړ شول بل ځای لاريون ترسره کړي.