۲۰۲۱ کال: افغانستان د وژل شویو خبریالانو نوملړ کې دویم ځای لري

۲۰۲۱ کال د نړۍ په لر او بر کې د خبریالانو لپاره یو خونړی کال بلل شوی دی. د رسنیو نړیوال انسټیټیوټ ای پي ای په تازه رپوټ کې ویل شوي د دې کال په اوږدو کې ټوله نړۍ کې ۳۵ خبریالان د دوی د فعالیت په تړاو وژل شوي دي، چې د رپوټ په ټکو ثابتوي چې د خبریالانو د ژوند خوندیتوب لا هم په نړیواله کچه یوه ننګونه ده.

مکسیکو د دغه لیست په لومړي سر کې راځي چې د تېر کال اوږدو کې ۷ خبریالان په کې په نښه شوي دي.

له مکسیکو وروسته افغانستان او هند دواړه په دې لیست کې دویم ځای لري، چې د ای پي ای مسوولینو په وینا په دې هر یوه هېواد کې تېر کال شپږ خبریالان د خپل کار په تړاو وژل شوي دي.

په افغانستان کې د ډېری خبریالانو وژنې لامل د جګړې پر مهال له خبریالانو سره تاوتریخوالی بلل شوی دی.

په دې لیست کې د هغو دوو خبریالانو نومونه شامل نه دي، چې په اګست میاشت کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته له هېواده د تېښتې پر مهال په کابل هوايي ډګر کې د چاودنې له کبله ووژل شول.

په لیست کې د افغان خبریالانو دانش صدیقي، مینا خیري، مرسل وحیدي، سعادیه سادات، شهناز روفي او توفان عمر نومونه یاد شوي، چې د خپل ژورنالستی فعالیت پر مهال یا په نښه شوي او یا هم په چاودنو یا بریدونو کې وژل شوي دي.

د هند وژل شویو خبریالانو په هکله ویل کېږي، چې د پولیسو فساد یا شخړو په هکله د رپوټونو چمتو کولو له کبله په نښه شوي دي، چې د ځینې هغو د وژنې قضیې لا هم تر پلټنې لاندې دي.

د ای پي ای مسوولین وايي، دوی په نړیواله کچه له خبریالانو سره د تاوتریخوالي پېښې پرلپسې څاري او د سږ کال په نښه شویو خبریالانو لیست یې د همدې شمېرو له مخې چمتو کړی دی.

دوی دغه راز د خبریالانو له ځايي ټولنو سره د دې لپاره ګډ فعالیت کوي، چې د په نښه شویو خبریالانو په هکله معلومات ومومي، چې د خبریالۍ فعالیتونو له کبله په نښه شوي او که نه.

د روانې دسمبر میاشتې وروستیو کې د بې پولې خبریالانو ټولنې وویل د طالبانو بیا واک ته رسېدو را وروسته موده کې ۴۰ سلنه افغان رسنۍ تړل شوې او اتیا سلنه ښځینه خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.

دې ټولنې په یوه ارزونه کې چې د افغانستان ازادو خبریالانو ټولنې سره په ګډه ترسره شوې ویلي، په تېرو څلورو میاشتو کې افغانستان کې د رسنیو لپاره چاپیریال بشپړ بدل شوی او تر ټولو ډېر زیان ښځینه خبریالانو ته رسېدلی.

په ورته مهال د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بې پولې خبریالانو ته ویلي و چې طالبانو د رسنیو ازادۍ ته چې د ملي ګټو او شریعت خلاف نه وي درناوی کوي.

ده زیاته کړې د طالبانو حکومت غواړي شته رسنۍ فعالیت ته دوام ورکړي او د نورو رسنیو د فعالیت د پیل لپاره هم یوه لاره ولټول شي.