تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د طالبانو پاسپورټ ریاست وايي، کابل کې به یوازې انلاین غوښتنلیکونه منل کېږي
افغانستان کې د طالبانو حکومت کې د پاسپورت رياست اعلان کړى چې کابل کې به سره له نن شنبې د پاسپورټ لپاره غوښتنليکونه يوازې په انلاين بڼه منل کېږي.
طالب چارواکو د دغې پرېکړې لامل د مراجعينو د سرګردانۍ او د ګڼې ګوڼې د جوړېدو مخنيوى بللى.
د پاسپورټ رياست ويلي د پاسپورټ غوښتونکي کولى شي د دغې ادارې په وېبپاڼه کې اړينې فورمې ډکې کړي.
تېره پنجشنبه يو ځانمرګي بريدګر د دغې ادارې مخې ته په ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي وچول خو طالبانو ويلي چاته مرګژوبله نه ده اوښتې.
طالبانو د پنجشنبې ورځې د دغه غورځنګ غړو ته د پاسپورټ اخيستنې لپاره ځانګړې کړې ده.
تېره میاشت د طالبانو په حکومت کې د کورنیو چارو وزارت د پاسپورټ مشر علم حقانی په کابل کې د پاسپورټ د ویش لړۍ د ځنډولو اعلان وکړ.
هغه د ځنډ لامل تخنیکي ستونزه وبلله او ادعا یې وکړه چې پاسپورټ ریاست کي ماشینونه له وخته تېر دي.
نوموړي دې پيغام کې ویلي و چې دې ریاست ته هره ورځ له ۱۵ زرو تر ۲۰ زره کسان مراجعه کوي خو دوی کولی شي یوازې له درې زرو تر درې نیم زرو کسانو ته پاسپورټ ووېشي.
بې کاري، امنیتي ستونزې او نور د دې لامل شوي چې ګڼ شمېر خلک بهر ته د تلو هڅه کوي، په همدې سره ښايي تر بل هر وخت پاسپورټ ریاست ته د مراجعه کوونکو شمېر لوړ وي.