پاسپورت ریاست; ۱۴ ولایتونو کې د پاسپورتونو د وېش لړۍ بیا پیلېږي

د افغانستان د پاسپورت ریاست چارواکي وايي له نن دوشنبې (ډسمبر ۶مې) نه به په ۱۴ هغو ولایتونو کې د پاسپورتونو د وېش لړۍ له سره پیل شي چې له څه موده راهیسې په کې دغه لړۍ درول شوې وه.

د پاسپورت د لوی ریاست مشر عالم ګل حقاني چې په دې اړه یوې خبرې غوندې ته مالومات ورکول وویل ''د دې ولایتونو اوسیدونکي کولای شي چې د پاسپورت ترلاسه کولو لپاره اړوندو ادارو ته ورشي. ''

په دې ولایتونو کې فراه، نیمروز، بادغیس، پکتیکا، لغمان، کونړ، تخار، زابل، ارزګان، جوزجان، سمنګان، بغلان، بامیان او پنجشېر شامل دي.

د ښاغلي حقاني په وینا د پاسپورت ریاست لا هم ډېر شمېر کې پاسپورتونه په واک کې لري او تر راتلونکو ۱۵ میاشتو پورې به د پاسپورتونو له کمي سره مخامخ نه شي.

دغه راز د پاسپورت د لوی ریاست مشر زیاته کړه چې د نویو پاسپورتونو د چاپ په اړه لا کومه پرېکړه نه ده شوې او ټول خلکو ته هغه پاسپورتونه ورکول کېږي چې پخواني حکومت چاپ کړي دي.

څه موده وړاندې افغانستان کې د پاسپورت ریاست اعلان وکړ چې د یو لړ تخنیکي ستونزو له امله په پلازمېنه کابل کې د پاسپورتونو د وېش لړۍ ځنډوي خو په ځینو ولایتونو کې به د دې ریاست څانګې فعالې وي.

ښاغلي حقاني هغه مهال د پاسپورتونو په وېش کې د ځنډ لامل تخنیکي ستونزه بللې وه او ویلې یې وو چې پاسپورټ ریاست کي ماشینونه له وخته تېر دي.

نوموړي ویلي وو "د خلکو غوښتنليکونه ډېر وو، کله چې ماشينونه زيات وکارول شي کار پرېږدي. د دې لپاره چې خپل کارکوونکي هم زيات کړو او ماشينونه هم پوره کړو تر هغې مودې پورې د پاسپورت رياست خپل کار ته توقف ورکوي".

د پاسپورت ریاست مشر عالم ګل حقاني په یوه ویډیويي پیغام کې دغه راز ویلي وو چې د پاسپورت ریاست ته هره ورځ له ۱۵ نه تر ۲۰ زرو پورې کسان مراجعه کوي خو دوی کولی شي یوازې له دریو نه تر درې نیم زرو کسانو ته پاسپورتونه ورکړي.

له دې نه یوه ورځ مخکې د پاسپورت ریاست په څو ولایتونو کې د پاسپورتونو د ویش د پیل اعلان کړی و او دا دی اوس په ۱۴ نورو ولایتونو کې هم د پاسپورتونو د ویش لړۍ پیلېږي.

پر کابل د طالبانو له ولکې وروسته لوی شمېر خلک هڅه کوي چې له افغانستانه بهر ته ولاړ شي.

بې کاري، امنیتي ستونزې او نور د دې لامل شوي چې خلک بهر ته د تلو هڅه کوي، له همدې سره ښايي تر بل هر وخت پاسپورت ریاست ته د مراجعه کوونکو شمېر لوړ وي.