تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانان په ۲۰۲۱ کال څو هېوادونو ته له ویزې پرته تلی شي؟
د ۲۰۲۱ کال لپاره د پاسپورتونو تازه ډلبندۍ کې د جاپان پاسپورت تر ټولو پیاوړی او د افغانستان تر ټولو کمزوری وپېژندل شو.
د "هنلي" بنسټ د پاسپورتونو ډلبندۍ کې د جاپان پاسپورت د نړۍ په کچه تر ټولو باوري پاسپورت بلل شوی چې درلودونکی یې ډېرو هېوادونو ته تګ لپاره د ویزې له کمترې اړتیا او محدودیت سره مخامخېږي.
د جاپان، سینګاپور، سوېلي کوریا، او جرمني وګړي له ویزې پرته د نړۍ شاوخوا ۱۹۰ هېوادونو او سیمو ته د تګ راتګ اجازې په لرلو سره د نړۍ پیاوړي او له ډېر باور برخمن پاسپورتونه لري.
خو که دا نوی نوملړ له لاندې خوا وګورو د افغانستان، عراق، سوریې، پاکستان، سومالیا، یمن، فلسطین، لیبیا، نیپال او سویلي کوریا نومونه به مو یو په بل پسې ترسترګو شي.
د افغانستان وګړي له ویزې پرته یوازې شاوخوا ۲۶ او د عراق ۲۸ هېوادونو او سیمو ته تلی شي.
د هنلي بنسټ په دې لیسټ کې مالدیپ، بنګله دېش، کمبودیا، ختیځ تیمور، ماکاو هغه هېوادونه یاد شوي چې افغانان بې ویزې ورتلای شي او د موریتانیا، کوک ټاپو، هیټي، سومالیا، سینګال او میکرونزیا په ګډون شل هېوادونه بیا دغه لیست کې داسې یاد شوي چې افغانانو ته هلته له رسېدو وروسته ویزا ورکول کېږي.
دمتحده عرب اماراتو له ویزې پرته ۱۷۳ هېوادونو او سیمو ته د تګ راتګ له مخې شپاړسم ځای خپل کړی دی.
په ۲۰۰۶ کال کې چې هنلي بنسټ د پاسپورتونو د باور او پیاوړتیا ډلبندي پیل کړه، د متحده عرب اماراتو پاسپورت پکې ۶۲ ځای درلود او وګړي یې له ویزې پرته یوازې ۳۵ هېوادونو ته تلی شول.
دغه هېواد همدا تېر کال له بېلابېلو هېوادونو سره له وېزې پرته د تګ راتګ تړون وکړ.
په دوی کې اسراییل هم دي چې متحده عرب اماراتو ورسره له تېر کال وړاندې هېڅ ډول اړیکي نه پالل.
بلخوا د ایران د پاسپورت باور بیا د تېر کال پرتله راکم شوی دی.
د هېوادونو د پاسپورتونو باور او پیاوړتیا د مالي شرکتونو لخوا دغو هېوادونو کې پانګونې ته د زړه ښه کولو لپاره له ګڼو شاخصونو یو ګنل کېږي.
هنلي بنسټ له شاوخوا ۱۵ کلونو راهیسې د ویزې له اړتیا پرته ډېرو هېوادونو او سیمو ته د تګ راتګ د اجازې له مخې د پاسپورتونو د باور ډلبندي خپروي.
دغه بنسټ وايي ۱۹۹ پاسپورتونه یې د نړیوال هوايي ترانسپورت سازمان (IATA) د مالوماتو او د نړۍ ۲۲۷ هېوادونو او سیمو ته د سفر په اړه د خپلې څېړنې له مخې ډلبندي کړي دي.
خو د هېوادونو ترمنځ د تګ راتګ لپاره ټاکلي اصول او مقررات وخت ناوخت بدلېږي.
راون کال کورونا وېروس د پیاوړو او باوري پاسپورتونو درلودونکي هېوادونه هم د سفر له محدودیتونو سره مخامخ کړي- خو دا ستونزه دې ډلبندۍ کې پام کې نه ده نیول شوې.
دمګړۍ ګڼو هېوادونو بریتانیا سره له دې کبله تګ راتګ درولی چې د کورونا وېروس نوې چټکه خپرېدونکې بڼه پکې موندل شوې ده.
ډېرو نورو بیا له امریکا سره د دې لپاره تګ راتګ محدود کړی چې د کوویډ-۱۹ تر ټولو ډېرې پېښې پکې ثبت شوې دي.
خو بریتانیا او امریکا له دې سره سره د هنلي بنسټ د پیاوړو پاسپورتونو نوملړ کې اووم ځای لري.