چین او روسیې له افغانستان سره د مرستو میکانیزم لپاره د امریکا له وړاندیز شوي پرېکړه لیک سره مخالفت کړی

ارشیف تصویر

د عکس سرچینه، un

د عکس تشریح، ارشیف تصویر

چین او روسیې د ملګرو ملتو په امنیت شورا کې د امریکا لخوا د وړاندې شوي هغه پرېکړه لیک مخه نیولې، چې له مخې یې پر طالبانو د لګېدلو بندیزونو پر ځای پاتې کېدو سره سره، افغانستان ته د بشري مرستو د لېږد لپاره لار جوړېده.

د دغه وړاندیز له مخې به د افغانستان شتمني لا هم کنګل پاتې وای، خو چین یې د خوشې کېدو غوښتونکی دی او ټینګار کوي، چې د بشري مرستو په برخه کې دې هېڅ بندیز نه وي او په وینا یې، افغانستان ته دې د نغدو پیسو لېږد هم ژر ازاد شي.

امریکايي چارواکي وايي، حکومت یې پر داسې لارو چارو غور کوي، چې له مخې یې افغان ولس ته مرستې ورسول شي.

بل لور د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس په خپله اونیزه غونډه کې وویل: ''کله چې د بشري مرستو خبره کېږي، له افغانستان سره د بشري مرستو برخه کې امریکا متحده ایالتونه په ټوله نړۍ کې مخکښ دی. ''

نوموړي زیاته کړه: ''خو دا داسې څه نه دي، چې امریکا متحده ایالتونه یې په یوازې سر تر سره کړي. ''

د ښاغلي پریس په خبره: ''نور هېوادونه، د بېلګې په توګه نژدې هېوادونه، د سیمې هېوادونه یا له سیمې هاخوا، شته او باید د افغانانو لپاره ډېر څه وکړي. موږ د ملګرو ملتونو سازمان له بېلا بېلو ادارو سره ګډ کار کوو، چې نه یوازې بشري مرستې، بلکې نغدې پیسې هم افغانستان ته ولېږل شي. ''

بل لور په ملګرو ملتونو کې د چین استازي ژان جون د ملګرو ملتونو عمومي منشي مرستیال مارټین ګریفت د یوه ټویټر پیغام بیا خپرولو سره لیکلي: ''بشري مرستې باید له هر ډول خنډ او ځنډ پرته افغانستان ته ورسول شي... رامنځته شوي مصنوعي شرطونه او بندیزونه د منلو وړ نه دي. ''

مارټین ګریفت ویلي، په افغانستان کې اقتصادي ویجاړی بې مخینې دی. نوموړي د افغانستان وضعیت په هکله ویلي:

  • د خلکو ورځنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره هېڅ نغدې پیسې نه شته
  • له میاشتو - میاشتو راهیسې د کارکوونکو معاشونه نه دي ورکړل شوي
  • روغتیايي مرکزونه ان د سون توکو لګښت پرې کولو توان نه لري

نوموړي دغه راز ویلي، د اقتصادي بحران حل کې مرسته د انسانانو ژغورنې لپاره مهمه ده.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری:‌ ښايي درېیمګړي ته اړوند منځپانګه کې اعلانونه وي

د ‍پوسټ X پای

دیپلوماتیکې کړۍ وايي، واشنګټن هیله من و، چې پر دوشنبه به د ملګرو ملتونو امنیت شورا ۱۴ نور غړي د دې پرېکړه لیک مسوده تصویب کړي، چې دوی وکولای شي، پر سې شنبه یې رایې ورکولو ته وړاندې کړي.

بل لور یو امریکایی چارواکی وايي، د متحدو ایالتونو حکومت د افغانستان لپاره د مالي عملیاتو یو شمېر جوازونه ارزوي چې د مرستندویه ادارو په چارو کې اسانتیا رامنځته شي.

خو دا چارواکی زیاتوي ولسمشر جو بایډن ځان د افغانستان لپاره د مرستو له تګلارې یوې څنډې ته کړی، چې ''د امریکا نورو ستراتیژیکو مسایلو ته رسېدګي وکړي. ''