تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د کابل اسعارو بازار کې د امریکایي ډالر بیه راټیټه شوې
د افغانستان د اسعارو د راکړې ورکړې تر ټولو لوی بازار سرای شهزاده کې د پنجشنبې پر ورځ د افغانیو پر وړاندې د امریکایي ډالر بیه یو څه راټیټه شوه.
پنجشنبه سهار د افغانستان ملي تلویزین، طلوع نیوز او ګڼو نورو ځایي رسنیو راپوړ ورکړ چې سرای شهزاده کې یو ډالر په ۹۴ افغانۍ پلورل کېږي.
خو د سرای شهزاد د صرافانو د ټولنې غړي حاجي عبدالرحمن څيرک بي بي سي ته ویلي چې د ډالر بیه له ۱۰۱ نه نیولې تر ۱۰۳ افغانیو پورې ده.
تېرو ورځو کې د افغانۍ پر وړاندې د ډالر بیه رېکارډ کچې ته پورته شوې وه او ورسره په افغانستان کې د اقتصادي وضعیت لا خرابېدو وېره پیدا شوه.
بل لور د طالبانو د ویاند مرستیال احمدالله وثیق د افغانستان بانک چارواکو له قوله وايي، د یاد بانک له لوري پرون چهارشنبه د افغانستان نړیوال بانک اې ای بي ته ۱۹ اعشاریه دوه میلیونه ډالر نغد ورکړل شوي دي.
طالبانو د بهرنيو اسعارو پر وړاندې د افغاني په ارزښت کې د ثبات راوستلو لپاره افغانستان کې ټولو سوداګریزو راکړو ورکړو او په بازارونو کې د بهرنیو پیسو لکه پاکستانۍ کلدارو او ایراني تومانو پر کارېدا بندیز ولګاوه.
طالبان وايي همد راز یې د ډالرو قاچاق کوونکو ته هم سخته سزا په پام کې نیولې.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت رئیس الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي وايي، د نغدو ډالرو په ګډون د یو شمېر توکو قاچاق سخت منع دی او که څوک د دې قاچاق په تړاو ونیول شي، سخته سزا به وویني.
د یادونې ده چې تېره اونۍ امریکا د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د ورسپارنې په تړاو د طالبانو غوښتنه بیا رد کړه.
له دې مخکې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي له ایسوشیټیډ پریس خبري اژانس سره مرکه کې پر امریکا بیا غږ وکړ، چې کابو لس میلیارده ډالر افغان شتمني ور پرېږدي.
خو د ښاغلي متقي له دې څرګندونو وروسته د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي په دې هکله خبریالانو ته وویل، ''دا یو پېچلی بهیر دی او امریکا به له غور سره ګام پورته کوي. ''