طالبان: د ډالرو له قاچاق کوونکي سره به د ملي خاين په توګه چلن کېږي

د طالبانو حکومت د افغانۍ ثابت ساتلو په موخه پرېکړه کړې چي له دې وروسته هېڅوک حق نه لري چې په بهرنیو اسعارو راکړه ورکړه وکړي.

د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ثابت ساتلو لپاره د طالبانو د حکومت له خوا جوړ د جوړ شوي کمیسیون مشر او د طالبانو په حکومت کې د لومړي وزیر مرستیال مولوي عبد السلام یوه خبري غونډه کې خبرداری ورکړ چې د ډالرو قاچاق کوونکي سره به د ملي خاین په توګه چلن کېږي.

مولوي عبد السلام حنفي ادعا وکړه چې د افغانۍ د ارزښت ټیټېډو یو لامل د ده په وینا د یو شمېر نا مسؤولو کسانو پروپاګند دی. ده دغه راز ادعا وکړه چې یو لړ ناقانونه کړنې د یو شمېر مجرمو کسانو له خوا شوي او په پایله کې یې د افغانۍ ارزښت ټیټ شوی دی.

خو اقتصادي کارپوهان وايي چې پر کابل د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د بې کارۍ زیاتېدل، د سوداګریزو او اقتصادي فعالیتونو کمېدل، دولتي کارکوونکو ته پر وخت د معاشونو نه ورکول او په بهر کې د افغانستان د شتمنۍ کنګل کېدل د افغانۍ د ارزښت د کمېدو لوی لاملونه دي.

عبد السلام حنفي وويل، "موږ پرېکړه کړې چې سر له ننه په ټول افغانستان کې په بهرنیو پیسو راکړه ورکړه بنده ده. ټولو امنیتي ارګانونو او والیانو ته دنده ورکول کېږي چې د دې پرېکړې د عملي کولو لپاره خپل مسؤولیت ترسره کړي. بله پرېکړه دا ده چې د ډالرو او د نورو ټولو هغو موادو قاچاق کوونکو ته به سخته سزا ورکول کېږي چې په قانون کې قاچاق شمېرل کېږي لکه ځنِغوزی، قالینې او وسلې. د دې توکو له قاچاق کوونکو سره د به ملي خاین په توګه چلن کېږي".

له دې وړاندې هم د طالبانو حکومت د بهرنيو اسعارو پر راکړې ورکړې بنديز لګولی و خو دا بنديز عملي نه شو او د افغانستان په يو شمېر ولايتونو کې پر پاکستانيو روپيو، په يو شمېر نورو کې پر ايراني تومنو او ځينو سيمو کې پر ډالر راکړه وکړه کېږي. په تېر حکومت کې هم پر بهنيو اسعارو راکړه ورکړه د افغانۍ پر وړاندې يوه لويه ننګونه وه.

عبد السلام حنفي یو شمېر صرافان د افغانۍ ارزښت کمېدو چاره کې پړه وبلل، نو ځکه اړتیا ده چې د صرافانو د فعالیت د تنظیم لپاره یوه نوې کړنلاره جوړه شي.

نوموړي زياته کړه، "یو شمېر کسان شته چې د صرافۍ له نومه ناوړه ګټه پورته کوي او ډالر احتکاروي. او یا د خپلو ګټو لپاره ملي ګټي ګواښي. د دوی لپاره به موږ که خدای کول یوه کړنلاره جوړه کړو او کار پرې پیل شوی دی".

ښاغلي حنفي له پورتنیو پرېکړو پرته افغانستان کې د روان مالي او اقتصادي کړکېچ د حل لپاره کوم پلان وړاندې نه کړ. خو خپله وینا کې یې هڅه وکړه چې خلکو ته ډاډ ورکړي چې په افغانستان کې مالي او اقتصادي وضعیت ثابت دی.

ده وویل د طالبانو حکومت خپلې ټولې ورځنۍ اړتیاوې له داخلي عوایدو پوره کوي او د نغدو پیسو د کموالي له اړخه هغه که ډالر وي او که افغانۍ هېڅ اندېښنه نشته.

د طالبانو په حکومت کې د لومړي وزیر یوه بل مرستیال ملا عبد الغني برادر چې لږ په رسنیو او عامو غونډه کې راڅرګندېږي پر نړيوالو غږ کړی چې له امریکا وغواړي چې د افغانستان شتمني له کنګل کېدو خلاصه کړي.

د طالبانو د حکومت لوړ پوړي چارواکي داسې مهال د مالي او اقتصادي ستونزو د نشتوالي خبره کووي چې مرستندویه نړیوالو بنسټونو افغانستان کې په ژمې کي د لوی بشري ناورین خبر داری ورکړی. ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې ښایي د هغو افغانانو شمېر ۲۳ میلیونو ته لوړ شي چې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.