د افغانيو ارزښت تر ټولو ټيټې کچې ته رسېدلی

د ډالرو په مقابل کې د افغانیو ارزښت په تېرو شلو کلونو کې تر ټولو ټېټې کچې ته رسېدلی. د کابل په شهزاده سرای کې چې د پیسو د تبادلې تر ټولو ستر مرکز دی، یو امریکايي ډالر په ۱۲۲ افغانیو بدلېده.

له تېرو څلور میاشتو راهیسې چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي او مرستې کمې شوې دي، افغانیو په چټکۍ ارزښت بایللی دی.