تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د بښنې نړیوال سازمان; افغانستان کې امن خونې تړل شوې او د تاوتریخوالي ښکار شوې ښځې په خپل حال پرېښودل شوې
د بښنې نړیوال سازمان په یوه تازه رپوټ کې ویلي چې افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د تاوتریخوالي ښکار شویو ښځو او نجونو ته د خدماتو رسولو سیستم له مینځه تللی او ډېری ښځې، د امن خونو مامورین، وکیلان، قضایان، دولتي مامورین او نور چې د ښځو د خوندیتابه په چارو کې ښکیل وو اوس مهال د تاوتریخوالي او مرګ له ګواښ سره مخامخ دي.
د بښنې نړیوال سازمان په دې لړ کې په بادغیس، بامیان، دایکنډي، هرات، کابل، کندز، ننګرهار، پکتیکا، سرپل او تخار ولایتونو کې د تاوتریخوالي ښکار شویو ښځو او نورو کسانو سره مرکې کړې دي.
د بښنې نړیوال سازمان ویلي د طالبانو له واکمنېدو وروسته د تاوتریخوالي قربانیانو ته د خدماتو سیستم له مینځه تللی، امن خونې تړل شوي او شته یې د طالبانو لخوا 'لوټل ' شوي دي.
د بښنې نړیوال سازمان په وینا په ځینو مواردو کې طالبانو د امن خونو مامورین ځورولي او ګواښلي هم دي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو ویاند سهیل شاهین د نومبر پر ۲۶ او ۲۹مه د بښنې له نړیوال سازمان سره په خبرو کې ویلي وو چې ''د اسلام له حکامو سره سم، د ښځو او نجونو پر وړاندې تاوتریخوالي ته ځای نشته، هغه ښځې چې له کورني تاوتریخوالي سره مخامخې دي کولای شي محکمو ته مراجعه وکړي، محکمې به د هغوی موضوګانې واوري او عریضو ته به یې پام وشي. ''
په ۲۶ تازه مرکو کې چې د بښې نړیوال سازمان کړې دي د تاوتریخوالي ښکار شویو ښځو او د خدماتو وړاندې کوونکو ویلي چې طالبانو امن خونې تړلي او په تاوتریخوالي محکومو کسانو په ګډون یې زندانیان یې ازاد کړي دي.
د بښنې د نړیوال سازمان مشرې اګنس کالامار ویلي ''هغه ښځې چې د جنسیت پر بنسټ له تاوتریخوالي ژغورل شوي په خپل حال پرېښودل شوې دي. د هغو د ملاتړ شبکه او امن ځایونه له مینځه تللي دي. ''
نوموړې زیاته کړې چې ''طالبانو پرته له دې چې د هغو کسانو لخوا خطرونو ته پام وکړي چې د ښځو پر وړاندې په تاوتریخوالي محکوم وو، په ټول هېواد کې د زندانونو دروازې پرانستې. ''
د تاوتریخوالي پر وړاندې د ښځو او نجونو د خوندیتابه لپاره د بښنې نړیوال سازمان له طالبانو غوښتنه کړې چې امن خونې دې بېرته پرانیزي او د تاوتریخوالي د ښکار شویو ښځو او نجونو لپاره دې د خوندیتابه خدمات وړاندي کړي، د ښځو چارو وزارت دې بیا جوړ کړي او دا دې باوري کړي چې د تاوتریخوالي ښکار شوې ښځې له ویرې پرته په ازاده توګه کار وکړای شي.
د بښنې نړیوال سازمان د اکتوبر له ۲۶مې نه د نومبر تر ۲۴مې نیټې پورې د تاوتریخوالي له شپږو قربانیانو او امن خونو، محکمو له مامورینو، قاضیانو، روانپوهانو، ډاکټرانو او د ښځو چارو وزارت له پخوانیو مامورینو سره تېلېفوني مرکې کړې دي.
پر دې سربېره له ۱۸ فعالانو، خبریالانو، د غیردولتي سازمانونو او ملګرو ملتونو له مامورینو سره هم په افغانستان کې د جنسیت له مخې تاوتریخوالي په اړه مرکې شوې دي.
د بښنې نړیوال سازمان له نړیوالې ټولنې هم غوښتنه کړې چې د تاوتریخوالي قرباني شویو ښځو د خوندیتابه لپاره اوږدمهاله او عاجله بودیجه برابره کړي، هغه ښځې او د خدماتو وړاندې کوونکي چې له خطر سره مخامخ دي له افغانستانه وباسي او له طالبانو وغواړي چې د ښځو او نجونو پر وړاندې او په ځانګړې توګه د هغو چې د تاوتریخوالي ښکار شوي خپل مسوولیتونه ادا کړي.