ملګرو ملتونو افغانانو سره د نغدي مرستو او 'د کار په بدل کې د مزد' ورکولو طرحه وړاندې کړه

ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې د زیاتېدونکې بیوزلۍ مخنیوي یوه مناسبه لار دا کېدای شي چې له معلولینو، سپین ږیرو او ماشومانو درلودونکو افغان کورنیو سره هر کال ۳۰۰ میلیونه ډالره نغدي مرسته وشي.

د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام (یو این ډي پي) په حواله ویل شوي، راتلونکو ۱۳ میاشتو کې په افغانستان کې ټولنیز اقتصادي وضعیت تر خطرناک بریده خرابېدلی شي،‌ چې د مخنیوي لپاره یې 'د کار بدل کې د مزد' یو سل میلیون ډالریز پروګرام هم په پام کې نیول شوی.

په رپوټ کې راغلي د دې تر څنګ کوچنیو کاروبارونو مرستې لپاره ۹۰ میلیونه ډالره په پام کې نیول شوي دي.

د رویټرز په رپوټ کې اسیا پسېفېک لپاره د یو این ډي پي سیمه ییزې مشرې کاني ویګن راجا له قوله ویل شوي: "دا ښايي د ه ټولیزې او پراخې بېوزلۍ مخنیوي لپاره یو مناسبه لاره ثابته شي".

اغلې راجا په کابل کې د طالبانو حکومت له چارواکو سره له لیدو وروسته ویلي: "ټولو هغو نارینه و او ښځو ته چې وړتیا یې لري باید د کار اجازه ورکړل شي، چې د سملاسي بحران کچه ورسره ټیټه شي".

نوموړې همدا راز ټینګار کړی چې نړیوالې مرستندویه ادارې د دې مرستو ترڅنګ باید افغانستان اوږدمهاله راتلونکي په اړه هم غور وکړي.‌

د طالبانو له واکمنېدو وروسته د افغانستان میلیاردونه ډالره دولتي شتمنۍ د امریکا او اروپایي ټولنې لخوا کنګل شوې او له افغانستان سره د نړیوالو مالي ادارو مرستې په ټپه درېدلې.

اوس نړیواله ټولنه داسې وېره څرګندوي چې په راتلونکو څو میاشتو کې به افغانستان کې بیوزلي او په ځانګړي ډول لوږه ډېره شي.

د ملګرو ملتونو خوړو پروګرام مسوولینو له مخکې د افغانستان نژدې نیمايي نفوس په هکله اندېښنه څرګنده کړې، چې له لوږې سره مخامخېدای شي.

یو این ډي پي افغانستان ته د نغدو پیسو رسولو لپاره اکتوبر کې یو صندوق پرانیست چې د مسوولینو په وینا دې لړ کې تر اوسه د بېلا بېلو هېوادونو له لوري د ۱۷۰ میلیونو ډالرو ورکولو ژمنه تر لاسه شوې ده.

یو این ډي پي مسوولین وايي، د (ابادي) په نامه دې پروګرام له مخې یې تر اوسه بلخ، کندوز او هرات کې د کار بدل کې د مزد پروګرام لړ کې له نژدې ۲۳۰۰ کسانو سره مرسته کړې ده.

د یو این ډي پي رپوټ کې ویل شوي، تر څو چې افغان ښځې د کار اجازه و نه لري، له کوویډ - ۱۹ سره د مبارزې لړ کې ۲۵۰ میلیونه کلنۍ بودیجه نه وي ورکړل شوې، او د بشري مرستو لپاره مالی بندیزونه نه وي لېرې کړل شوي، د افغانستان اقتصادي وده به په نژدې راتلونکي کې مثبته نه شي.

یو این ډي رپوټ پر ښځو د کار بندیز له کبله د افغانستان اقتصاد ته د اوښتي زیان کچه له شپږ سوه تر یو میلیارد ډالرو پورې اټکل شوې ده.