تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"اندونيزيا کې افغان کډوال د اعتراض په توګه ځان ته اور اچولی"
په اندونيزيا کې د کډوالو يوه سيمه اييز همغږي کوونکي د اسوشيېټېډ پرېس خبري اژانس ته ويلي، چې يوه افغان کډوال د سې شنبې پر ورځ په درېيم هېواد کې د مېشتېدنې لپاره د خپل اووه کلن انتظار په اعتراض کې ځان ته اور اچولی دی.
ويل کېږی دغه کس سخت سوځېدلی او روغتون ته لېږدول شوی دی.
هغه وويل چې دغه افغان وګړي د سوماترا ټاپو کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې دفتر مخې ته په يوه مظاهره کې ګډون کړی و.
په اندونيزيا کې په زرګونو کډوال چې نيمايي يې افغانان دي په نورو هېوادونو کې د بيا مېشتېندنې په تمه بند باتې دي.
دغه کډوال په اندونيزيا کې د کار کولو اجازه نه لري.
ويل کېږي دغه افغان له ۲۰۱۶ کال راهيسې په دې هېواد کې د خپل برخليک معلومېدو په تمه و.
په وروستيو کلونو کې لږ ترلږه ۱۴ افغان کډوالو په اندونيزيا کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی او شپږ تنو نورو ځان وژنه کړې ده.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ وياندې ميترا سليمه سوريونو ويلي چې د دوی اداره دغه پېښه له نژدې څاري.
نوموړې اې اېف پي خبري اژانس ته ويلي، "موږ د دې پېښې په اړه ډېر اندېښمن يوو او د دې وضعيت کابو کولو لپاره به له اړوندو خواوو سره کار ته دوام ورکړو".