تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کابل؛ سلګونه نجونو او هلکانو د افغان - ترک ښوونځيو داخلې لپاره ازموینه ورکړه
د جمعې پر ورځ د افغانستان پلازمېنه کابل کې سلګونو افغان نجونو د افغان - ترک نړیوالو ښوونځیو داخلې لپاره ازموینه ورکړه. افغان - ترک ښوونځي له معتبرو ښوونځیو نړیواله تعلیمي اداره ده، چې افغانستان کې فعالیت کوي.
د دې ادارې یوه مسوول کس رضا پارسا رویټرز خبري اژانس ته وویل، نژدې ۳۵۰۰ کسانو د افغان - ترک لیسو د داخلې په ازموینه کې برخه واخیسته چې ۴۰ سلنه ګډونوالې یې نجونې وې.
کابل کې د ترکیې سفارت تعلیمي برخې مشر چانګز ایدمیر په دې مناسبت پرون کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل: ''موږ غواړو ټولې نجونې زدکړې وکړي. دا زموږ د دولت او ولسمشر غوښتنه ده او افغانانو غوښتنه ده. ''
افغان - ترک معتبر ښوونځي بلل کېږي، چې د داخلې لپاره یې سخته سیالي کېږي.
د طالبانو پوهنې وزارت یوه مسوول احسان خطب هم په دې مناسبت دې مراسمو کې ګډون کړی و او د ترکیې حکومت مننه یې وکړه.
بل لور د افغان - ترک تعلیمي مرکز مشر صالح ساغر رویټرز خبري اژانس ته ویلي، په خپل تعلیمي پروګرام کې یې بدلونونه راوستي.
نوموړی وايي، د طالبانو په غوښتنه یې د موسیقۍ، نڅا او تیاتر برخې په درسي پروګرام کې نه دي شاملې کړې.
هغه وویل: ''د موسیقۍ، تیاتر او نڅا څانګو فعالیت مو... د طالبانو په غوښتنه ځنډولی دی. ''
نوموړی زیاتوي د دوی اداره د کوربه هېواد قوانینو او دود - دستور ته درناوی کوي.
د یادونې ده، چې دوې میاشتې مخکې د طالبانو معارف وزیر نورالله منیر په کابل کې د ترکیې له سفیر جیهاد ارګین سره د افغان - ترک ښوونځیو پرانیستل کېدو لړ کې خبرې کړې.
د کابل تر څنګ په کندهار، جلال اباد، هرات، مزار شریف او شبرغان ښارونو کې د افغان - ترک تعلیمي ادارې له ۲۰ ډېر ښوونځي فعالیت کوي.
د یادونې ده، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د نجونو متوسطه ښوونځي او لیسې تړلې دي.
پر طالبانو په هېواد کې دننه او د نړیوالې ټولنې فشارونه په ډېرېدو دي، چې د نجونو ښوونځي پرانیزي.
بل لور د طالبانو حکومت چارواکي وايي، ''ژر '' به د نجونو ښوونځي پرانیزي.
که څه هم د افغانستان په یو شمېر شمالي ولایتونو کې د نجونو ځینې متوسطه ښوونځي پرانیستي دي، خو د رپوټونو له مخې په لوېدیځ هرات کې دغه ښوونځي له پرانیستل کېدو یوه اونۍ وروسته د ځايي طالب چارواکو له لوري بېرته وتړل شول.