تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
یونېسف: له څلور میلیونه ډېر افغان ماشومان ښوونځي ته له تلو بې برخې دي
په ملګرو ملتونو کې د ماشومانو ملاتړ اداره یونېسیف مسوولین وايي، له څلور میلیونو ډېر افغان ماشومان ښوونځي له تلو محروم دي. یونېسیف په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، له زدکړو د محرومو افغان ماشومانو له نیمايي زیات شمېر نجونې دي.
د دې ادارې په پیغام کې ویل شوي، دوی په تېرو دریو میاشتو کې له۱۴۲ زره ډېرو ماشومانو سره مرسته کړي، چې ښوونځیو ته لاړ شي او زدکړې ترلاسه کړي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق یونیسف له دې مخکې د تېر سپتمبر پر اتلسمه چې طالبانو د هلکانو ښوونځي پرانیستل، یوه بیان کې وویل، په افغانستان کې د نجونو د زده کړې راتلونکې په اړه ژوره اندېښنه لري او وايي د نجونو ښوونځي باید بېرته پرانیستل شي.
په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته ښوونځي وتړل شول، چې تر اوسه په کور دننه او د نړیوالې ټولنې له پرلپسې غوښتنو سره سره د متوسطه او لیسې په کچه د نجونو ښوونځي لا هم تړلي پاتې دي.
همدا پرون پنجشنبه په کابل کې د شیعه او هزاره وګړو په هغه غونډه کې چې د طالبانو ملاتړ په موخه رابلل شوې وه، ګډونوالو له طالبانو وغوښتل چې خپل حکومت 'ټولګډونی' کړي او ټولو ښځو د زدکړو اجازه ورکړي.
د طالبانو ویاند مرستیال بلال کریمي له دې غونډې سره هممهاله د طالبانو حکومت اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال او ویاند ذبیح الله مجاهد له قوله وویل:
''زموږ خویندې دې ډاډ ولري، چې ښوونځي یې پرانیستل کېږي. ''
د ښاغلي کریمي په ټویټر پیغام کې ویل شوي، د دوی حکومت پر داسې میکانیزم کار کوي چې ''له اسلامي اصولو او ملي کټو سره برابر وي او له هغه وروسته به د خویندو ټول ښوونځي او تعلیمي ادارې پرانیستل شي. ''
طالبان وايي، دوی د نجونو د زده کړو خلاف نه دي او د ترانسپورټ، جلا ټولګیو، ښځینه ښوونکو او د ستر په برخه کې د شته ستونزو هوارولو سره به د هغوی ښوونځي هم بېرته پرانیستل شي.
بل لور د ملګرو ملتونو ادارو په ګډون د بشري حقونو سازمانونو په افغانستان کې له زدکړو د نجونو محرومیت په هکله اندېښنې څرګندې کړې او د ناوړه پایلو خبرداری یې ورکړی.
د ملګرو ملتونو کلتوري سازمان یونسکو مسوولینو په وینا په ۲۰۰۱ کال کې د نجونو د زده کړو کچه په افغانستان کې ۱۷ سلنه وه خو اوس ۳۰ سلنې ته لوړه شوې وه.
د یونسکو له خوا د خپرو شویو معلوماتو له مخې په ۲۰۱۸ کال کې دوه نیم میلیونه افغان نجونې ښوونځیو ته تللې او ۹ سوه زره نجونو لوړې زده کړې کولې.