تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بلخ کې د رواني ناروغيو تښتول شوی ډاکتر وژل شوی دی
د افغانستان د بلخ ولايت مرکز مزار شريف کې د رواني ناروغيو مشهور ډاکتر نادر عالمي وژل شوی دی. د کورنۍ غړو يې بي بي سي ته مړينه تائيد کړې ده او وايي جنازه به يې په مزار شريف کې ادا شي.
ډاکتر عالمي د افغانستان په شمال کې د رواني ناروغيو يو مشهور ډاکتر و. نوموړي څو کاله وړاندې له بي بي سي سره په مرکه کې ويلي وو چې په ۱۹۹۰ لسيزه کې د رواني ناروغۍ د درملنې لپاره د طالبانو قومندان هم ورتلل.
ډاکتر عالمي دوه مياشتې وړاندې په مزار شريف کې د وسله والو له خوا تښتول شوی و.
د نوموړي له خپلوانو سره تړلو سرچينو بي بي سي ته ويلي، چې له وژل کېدو ۲۴ ساعته وړاندې يې د تښتوونکو له خوا غوښتل شوې پيسې ورکړې وې خو وايي بيا هم ښاغلی عالمي وژل شوی دی.
وړاندې د ښاغلي عالمي زوی فردين عالمي رسنيو ته ويلي وو چې، "په يوه هايلکس موټر کې شپږو يا اوو وسله والو په زور د ده پلار بېولی و". کورنۍ يې ويلي وو چې د برخليک په اړه یې معلومات نه لري.
تراوسه هېڅ کومې ډلې يا شخص د دې پېښې مسووليت نه دی منلی.
د طالبانو په حکومت کې د کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستي بي بي سي ته وويل، چې د ډاکتر عالمي او د دوه کسانو د خوشې کولو لپاره عملیات شوي چې وايي اته تنه نیول شوي دي.
نوموړی وايي، "دوی توانېدلي چې دوه کسان وژغوري خو وايي له بدمرغه ډاکتر عالمي د تښتوونکو له خوا وژل شوی".
ډاکتر نادر عالمي په ۲۰۱۴ کال کې له بي بي سي سره په مرکه کې ويلي وو ، "زما په يادي چې د طالبانو لومړۍ ډله ما ته د درملنې لپاره راغله. هغوی به په ډله ييز ډول راتلل، نه په انفرادي توګه. کله به چې ما د يوه درملنه وکړه، ناروغ کس به نورو ته خبر ورکاوه".
د ډاکتر عالمي په وينا، "يوه ورځ په بلخ کې د طالبانو د وخت والي ملا اختر عثماني چې له ملا محمد عمر وروسته دويم ځواکمن کس په توګه پېژندل کېده، د خپلې روانۍ ناروغۍ د درملنې غوښتنه کړې وه".
ډاکتر عالمي د طالبانو د يو شمېر نورو لوړ پوړو غړو درمنله هم کړې ده.
په بلخ ولايت کې تر دې وړاندې هم د يو شمېر ټولنيزو فعالانو او مشهورو څېرو د تښتونې پېښې شوې دي.
تېر ژمی په بلخ کې کې يو ماشوم د وسله ولو له خوا تښتول شوی و چې لا هم لادرکه دی. تښتوونکو د هغه د خلاصون په بدل کې پيسې غوښتې وې.
درې اوونۍ وړاندې هم د مزار شريف ښار په څنډه کې د څلورو مدني فعالانو مړي ترلاسه شوي وو چې په ډزو وژل شوي وو. په يوه بله پېښه کې د دوو نورو ښځو جسدونه چې يوه يې پخوانۍ پوځي کارکوونکې وه په خپل کور کې موندل شوي وو.