د امریکا کانګرس ته د طالبانو لیک: "د افغانستان د شتمنیو کنګلول د دوحې تړون ضد چاره ده"

افغان طالبانو په یو پرانیستي لیک کې د امریکا له کانګرېس غوښتي،‌ باید د امریکا پر حکومت فشار راوړي چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ خوشي کړي.

دې لیک کې، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي لخوا استول شوی، راغلي، د افغانستان بانک پر پیسو د بندیزونو لګول بې منطقه چاره او له دوحې تړون سرغړونه ده.

تېره اګست میاشت کې واک ته له رسېدو راهیسې طالبان پرله پسې غوښتنه کوي چې د افغانستان نږدې ۱۰ میلیاردو ډالره هغه زېرمې دې ور پرېښودل شي چې ډېری یې په امریکا کې ساتل کېږي.

خو امریکايي چارواکو تر اوسه د طالبانو دا غوښتنه نه ده منلې او ټینګار کوي‌ چې افغانستان کې وضعیت او د طالبانو کړنو ته په کتو به پرېکړه کوي.‌

له همدې کبله طالبانو اوس د دې شتمنیو په را خوشي‌کولو کې د امریکایي کانګرس مرسته غوښتې او دې مجلس ته یې خپل لیک کې ویلي، "موږ هیله کوو چې د امریکا د متحده ایالاتو دکانګرس غړي به په دې اړه ژور فکر وکړي".

په دې اوږده پرانیستي لیک کې د ملګرو ملتونو ادارې هغه خبرداري یادونه هم شوې، چې د ژمي له راتګ سره یې په افغانستان کې د بشري ناورین د خطر احتمال څرګند کړی او د امریکا له حکومته غوښتل شوي چې د افغانستان د مرکزي بانک زېرمې خلاصې او د افغانستان له حسابونو بندیزونه لېرې کړل شي.

په دې لیک کې د دوحې هوکړې وروسته وضعیت یادونه هم شوې او پکې راغلي چې له هغه تړون راهیسې طالبانو پر امریکايي ځواکونه بریدونه نه دي کړي او اوس هم ورسره پوځي مخالفت نه لري.‌

طالبان وایي،‌ دا چې د دواړو خواو ترمنځ‌ جګړه درېدلې او پوځي ترینګلتیا هم نشته نو له همدې کبله د افغانستان بانک پر پیسو بندیزونه لګول بې دلیله دي او باید خوشې شي.

د افغانستان بانک د پیسو زېرمې لویه برخه د امریکا په متحده ایالتونو کې ساتل کېږي چې دویم ځل واک ته د طالبانو تر رسېدلو وروسته امریکايي چارواکو کنګل کړې.‌

بل لور ته نړیواله ټولنه او ملګري‌ ملتونه په افغانستان کې د بشري ناورین خبرداری ورکوي‌ او وېره شته چې نږدې راتلونکي کې به د دې هېواد ۹۷ سلنه وګړي د بېوزلۍ تر کچې لاندې ژوند کوي‌ او خواړه به نه لري.‌

نړیوالې ټولنې تېره میاشت جنیوا کې د ملګرو ملتونو په مشرۍ یوه غونډه کې ژمنه وکړه چې افغانستان کې د بشري ناورین مخنیوي لپاره به څه باندې یو میلیارد ډالره مرسته کوي.‌

خو ملګرو ملتونو څه موده وړاندې وویل،‌ تر اوسه یې یوازې شاوخوا ۳۰۰ میلیونه ډالره ترلاسه کړي او که بېړنۍ مرستې ونشي، افغانستان کې مېشت مییلونونه وګړي ښایي د خواړو له سخت کمښت او ګڼو نورو ستونزو سره مخ شي.‌