تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د ننګرهار یوه جومات کې چاودنې 'مرګژوبله اړولې'
د ننګرهار له سپین غر ولسوالۍ رسېدلو رپوټونو کې ویل شوي، د دې سیمې یوه جومات کې چاودنه شوې.
د طالبانو یوه ویاند فرانسې خبري اژانس ته تایید کړې چې چاودنه په جومات کې دننه داسې مهال شوې چې خلکو د جمعې لمونځ ادا کاوه.
د طالبانو دې سرچینې تایید کړې چې پېښه کې مرګژوبله هم اوښتې ده.
د یوه ځايي روغتون روغتیاپالانو د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، تراوسه پېښه کې درې کسان وژل شوي او ۱۵ ټپیان دي.
تر اوسه د دې برید مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی.
خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پر ټوېټر پاڼه ليکلي چې د پېښې په تړاو يې درې تنه نيولي دي.
یوه ځايي سپین ږیري د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، داسې ښکاري چې چاودېدونکي توکي د جومات په لاوډسپیکر کې ځای پر ځای شوي و.
دغه مشر وايي، کله چې د جمعې له لمانځه مخکې د اذان لپاره لاوډسپیکر فعال شو، سملاسي چاودنه وشوه.
له تېرو دوو میاشتو راهیسې د پلازمېنې کابل، کندوز او کندهار په جوماتو کې خونړي بریدونه شوي، چې درنه مرګژوبله یې اړولې.
د تېرې میاشتې نیمايي کې د کندوز او کندهار جوماتونو بریدونو مسوولیت داعش وسله والې ډلې منلی و.
له دې مخکې د تېر سپتمبر میاشتې پر اوومه د پلازمېنې کابل د مرکزي عیدګاه په دروازه کې د یوې چاودنې له کبله اته تنه ووژل شول او لږ تر لږه ۲۰ نور کسان ټپیان شول.
د هغه برید مسوولیت چا نه و منلی، خو له پېښې څو ساعته وروسته طالبانو د کابل شمال کې پر داعش وسله والو برید وکړ.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټویټر پیغام کې هغه مهال ویلي و ''د داعشیانو یوه ځاله په بشپړه توګه ویجاړه شوی او هلته ټول داعشیان وژل شوي دي. ''
د ښاغلي مجاهد په ټویټر پیغام کې په دې هکله هم څه نه و ویل شوي، چې پر داعش وسله والو د برید او عیدګاه جومات برید تر منځ څه تړاو شته او که نه.