د مالیې پخوانی وزیر: 'خیالي سرتېري' او امنیتي ادارو کې فساد د غني د حکومت د نسکورېدو لامل شو

Afghan soldiers stayed behind guarding their post on Wazir Akbar Khan Hill for one last night in Kabul, Afghanistan, Sunday, Aug. 15, 2021.

د عکس سرچینه، Los Angeles Times via Getty

د عکس تشریح، اګست میاشت کې طالبان پر افغانستان واکمن شول

د افغانستان مالیې پخواني وزیر خالد پاینده، په فساد کې ککړ چارواکي چې د ده په وینا له طالبانو یې پیسې اخیستې، د مخکیني حکومت نسکورېدو مسؤل بللي دي.

ښاغلی پاینده له بي بي سي سره یوه ځانګړې مرکه کې ویلي، د ۳ لکو پولیسو او پوځیانو د لویې برخې یوازې نومونه په دولتي اسنادو کې لیکل شوي وو.

نوموړی وايي، په رسمي لیستونو کې د فرضي کسانو نومونه ځکه شامل شوي وو، چې قومندانان یې د معاشونو پیسې په جېبونو کې واچوي.

په اګست میاشت کې د امریکايي ځواکونو له وتلو سره هممهاله طالبانو په افغانستان کې په چټکۍ سره سیمې ونیولې.

ښاغلی پاینده چې د طالبان له پرمختګ سره یې هممهاله استعفا وکړه او له افغانستانه ووت وايي، هغه اسناد سم نه وو چې د امنیتي ځواکونو شمېر د طالبانو پرتله ډېر ښودلو.

نوموړي د بي بي سي اقتصادي خپرونې کوربه اي ډي بټلر ته وویل:

"د حساب ورکولو لپاره به له ولایتي مشرتابه پوښتنه کېده، چې څومره کسان لري او د هماغو شمېرو پر بنسټ به معاشونه او اعاشه ورکول کېدل، خو دې کې تل مبالغه کېده".

د افغانستان د مالیې دا پخوانی وزیر وايي، ګومان کېږي چې امنیتي ځواکونو شمېر شپږ برابره زیات ښودل کېده، ځکه په وینا یې "هغه له دندې تښتېدلي عسکر او شهیدان هم پکې شمېرل کېدل چې بانکي کارتونه یې له ځینو قومندانانو سره وو".

له دې مخکې ۲۰۱۶ کال کې د افغانستان بیا رغاونې لپاره د امریکا څارونکې ادارې سیګار په یوه رپوټ کې ویل شوي وو، "نه خو امریکا او نه یې هم افغان متحدینو ته معلومه ده، چې اصلاً د افغان امنیتي ځواکونو او پولیسو شمېر څومره دی، څومره یې فعال دي او نه هم دا معلومه ده، چې د دوی عملیاتي وړتیا تر کومې کچې پورې رسېږي".

په یوه بل تازه رپوټ کې بیا د سیګار مسوولینو "د فساد منفي اغېزو او د ځواکونو د کره شمېر" په هکله جدي اندېښنه '' څرګنده کړې وه.

د مالیې پخوانی وزیر خالد پاینده بیا وايي، د امنیتي ځواکونو شته سرتېرو ته بیا پر وخت معاش نه ورکول کېده او داسې ملېشه قومندانان هم شته وو چې د ده په وینا هم یې له حکومته معاشونه اخیستل او هم یې له طالبانو سره له جګړې ډډه کولو بدل کې له هغوی پیسې اخیستې.

دی وايي: "عمومي احساس دا و چې هېڅ بدلون نه شي راتلای، پارلمان همداسې کار کوي، والیان همداسې چارې تر سره کوي. هر یوه به ویل، اوبه له سره خړې دي، معنا دا چې په لوړه کچه کسان دې کې ښکېل دي. ''

نوموړي د افغانستان ناکامیو کې لویدیځوال د ''یوې برخې '' په توګه یاد کړل او په وینا یې په افغانستان کې د ناټو او امریکا ښکېلتیا ''یو فرصت و، چې له لاسه ووت. ''