يوناما: افغانستان کې د بشري حقونو مدافعينو د وژنو پلټنې دې وشي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یوناما غوښتنه کړې چې دغه هېواد کې دې د بشري حقونو د مدافعینو د وژنې په اړه په بېړنۍ او خپلواکه توګه څېړنه وشي.

یوناما پر خواله رسنیو یوه لنډ بیان کې د هغو رپوټونو په اړه اندېښنه ښودلې چې په مزار شریف کې د بشري حقونو د فعالې فروزان صافۍ او په جلال آباد کې د بشري حقونو د فعال هجرت الله خوګیاڼې د وژنې په اړه ورکړل شوي دي.

دا له کله چې طالبانو پر کابل ولکه ټینګه کړي لومړی ځل دی چې افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یوناما غوښتنه کوي چې د بشري حقونو د فعالانو وژنې په اړه دې څېړنې وشي.

یوناما دې بیان کې د طالبانو د ادارې یادونه نه ده کړې خو ویلي یې دي چې "ملګري ملتونه غوښتنه کوي چې په دې اړه دې چټک، خپلواک او په رڼه بڼه څېړنې وشي".

یوناما ټينګار کړی چې مدني ټولنه باید هدف نه وي او عاملین یې باید له سزا معاف نه شي.

یاده دې وي چې د تېرې پنجشنبې پر ورځ د افغانستان له شمالي ښار مزار شریف نه رپوټ ورکړل شو چې د څلورو مېرمنو مړي موندل شوي دي. له دې ډلې لږ تر لږه د یوې مېرمنې په اړه ویل شوي وو چې فروزان صافۍ نوميده، د پوهنتون استاذه او د ښځو حقونو برخه کې فعاله وه.

د هغې پلار ویلي وو چې د یوه داسې چا له خوا ورته ټیلیفون وشو چې ځان یې د بشري حقونو د بنسټ استازی معرفي کاوه، له هغه وروسته دا له خپلو اسنادو سره ووته او بیا یې له کورنۍ سره اړیکه پرې شوه.

په نورو رپوټونو کې ویل شوي چې دامېرمنې هوايي ډګر ته پر لاره تښتول شوې وي او وروسته یې مړي وموندل شول. خو یوناما د نورو درې مېرمنو په اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو له ولکي وروسته ننګرهار یو لو هغو ولایتونو دی چې ګڼې امنیتي پېښې او هدفي وژنې په کې شوي دی. د هجرت الله خوګیاڼي له وژل کېدو وړاندې د جلال آباد ښار یو بل مدنی فعال عبد الرحمن سادات د تېرې اکتوبر میاشتې پر دولسمه وژل شوی وو، د هغه له وژل کېدو لس ورځې وړاندې په همدې ښار کې خبریال سید معروف سادات د نامعلومو وسله والو له خوا وژل شوی وو.

په مزار شریف کې د څلورو ښځو د وژنې په اړه رپوټونو ته په غبرګون کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستي بي بی سي سره خبرو کې ویلي وو چې په دې تړاو دوه تنه نیول شوي دي.

افغانستان کې مدني فعالان او د ښځو د حقونو ملاتړي د هدفي وژنو دې پېښو ډېر اندېښمن کړي دي. دوی د پړې ګوته طالبانو ته نیسي، طالبانو تل په دا وړ پېښو کې لاس لرل رد کړي. خو وايي یو شمیر "مفسد او غله" د دوی لیکو ته ننوتي او له خپلو لیکو د هغوی د لرې کولو لپاره یو کمیسیون جوړ شوی چې وړمه ورځ یې په بلخ کې هم پر کار پیل وکړ.