تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
خامنه اي: د بریدونو مخنیوي لپاره دې طالبان د شیعه ګانو جوماتونو کې عبادت وکړي
د ایران مذهبي مشر آیت الله علي خامنه اي ویلي، په افغانستان کې د شیعه وګړو پر عبادت ځایونو د بریدونو د مخنیوي یوه لار دا ده چې طالب چارواکي د شیعه ګانو سره یو ځای د دوی په جوماتونو کې عبادت وکړي.
نوموړي یکشنبه یوې غونډې ته وویل، عام سني وګړي دې هم دې ته وهڅول شي چې د شیعه وګړو په مراسمو کې ګډون وکړي.
ښاغلي خامنه اي زیاته کړه، افغانستان کې د شیعه وګړو پر عبادت ځایونو خونړیو بریدونو، چې د داعش ډلې کار دی. سخت خپه کړی.
نوموړي تور ولګاوه چې داعش ډله د امریکا لخوا جوړه شوې ده، خو اوس د امریکا چارواکي له دې حقیقته انکار کوي.
یاده دې وي چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې په کندوز او کندهار کې د شیعه وګړو پر جوماتونو دوه خونړي بریدونه شوي.
په دې بریدونو کې تر دوه سوو زیات کسان ووژل شو، ګڼ شمېر نور ټپیان شول او لا هم د شیعه لږکیو د امنیت په اړه جدي اندېښنې شته.
د داعش خراسان ډلې دې بریدونو مسؤلیت اخیستی او ګواښ یې کړی چې په راتلونکي کې به هم افغانستان کې شیعه وګړي او د دوی عبادت ځایونه په نښه کوي.
داعش ډلې څه موده وړاندې په یوه اعلامیه کې ویلي وو، شیعه وګړي 'خطرناک' دي، او ګواښ یې کړی و چې له بغداد تر خراسان به یې په نښه کوي.
طالبانو د شیعه وګړو پر عبادت ځایونو دا بریدونه غندلي او ژمنه یې کړې چې له دې وروسته به د دې ځایونو امنیت ټینګوي.
د ایران مذهبي مشر هم خپله وروستۍ وینا کې ویلي، د شیعه او سني وګړو ترمنځ یوووالی د وخت اړتیا ده او کوم 'تکتیکي شعار' نه دی.
ایت الله علي خامنه اي ویلي، که مسلمانان لاسونه سره یو کړي او اتفاق وکړي نو هم به ځواکمن شي او هم به یې یو قرآني امر پر ځای کړی وي.
یاده دې وي چې افغانستان کې پر شیعه وګړو له وروستیو بریدونو وروسته د ایران حکومت پر طالبانو غږ کړی چې د دې پېښو عاملین دې ونیسي او سخته سزا دې ورکړي.